.د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان د توضیح سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۷:۳۴
فرمان

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او ټولنیز پوهاوي په موخه د مشرتابه مقام ۴ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو او علمي کادر غړو ګډون درلود.

د مشرتابه مقام د ۴ ګڼه فرمان چي په ۱۴۴۳/۲/۱۵ هـ.ق نېټې، د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه صادر سوی، تشریح وړاندي سوه. په دې فرمان کي د عامه او امارتي ځمکو د هر ډول غصب د مخنیوي، د غاصبینو پر وړاندي د شرعي او قانوني اقدام، د اړوندو ادارو د مکلفیتونو، او د ځمکو د تثبیت او ساتني پر جدي تطبیق ټینګار سوی دی، تر څو د غصب مخه ونیول سي او د عامه شتمنیو خوندیتوب یقیني سي.

د فرامینو د تشریحي سمینارونو په لړۍ کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر الحاج محمد مفتي شریف الله ابو احمد د  یاد فرمان توضیح وړاندي کړه. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل، چي غصب یو لوی ظلم، ستره شرعي ګناه او د ټولنی د ګډوډۍ مهم لامل دی. هغه زیاته کړه چي څوک پر نورو ظلم کوي، نو دا یو الهي ازموینه ده، چي ظلم به په پایله کي بېرته پرې راګرځي، ځکه ظلم هيڅکله بې پايلي نه پاتي کيږي.

نوموړي د امارتي ځمکو غصب له امله رامنځته سوو ټولنیزو  ستونزو  په اړه وویل، چي دا عمل د کورنیو ترمنځ د شخړو، د خلکو ترمنځ د دښمنیو او د ټولنیز نظم د خرابېدو سبب ګرځېدلی. هغه ټینګار وکړ چي الله جل جلاله ظالمانو ته مهلت ورکوي، خو د آخرت له سخت عذاب څخه هيڅوک نه سي خلاصېدای.

هغه همدارنګه د اسلامي امارت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون رواني هڅي وستایلې او ویې ویل چي دا کمېسیون د ځمکو د ساتني او د غصب د مخنیوي په برخه کي مهم رول لري.

نوموړي له استادانو وغوښتل چي محصلین وهڅوي څو له هر ډول غصب او ظلم څخه ځانونه وساتي او د شریعت او قانوني اصولو پابندي وکړي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چي استادان دي د عامه پوهاوي په پراخولو کي فعال رول ولوبوي، تر څو ټولنه د دې ناوړه پدیدې له زیانونو خبره سي او  د مخنیوي لپاره يې ګډه هڅه وکړى.

په پای کي هغه وویل، چي د ځمکو غصب د ټولني د اخلاقي او ټولنیز زوال سبب ګرځي او د دې مخنیوی یوازي د قانون د تطبیق، دیني پوهاوي او د خلکو د همکارۍ له لاري ممکن دی.

سمینار په  دعائیې سره پای  ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS