.هلمند پوهنتون کي د نفس تزکیې تر عنوان لاندي اصلاحي سیمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۵

 

نن ورځ سه شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د نفس تزکیې تر عنوان لاندي مهم اصلاحي سیمینار وړاندي سو. چي پر مهال یې د دې پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

سمینار د دعوت او ارشاد د امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا پیل سو،  نوموړي  د نفس د تزکیې اهمیت د قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کښي ذکر کړ.

ښاغلي ذاکر صاحب د خپلو خبرو په جریان کي و ویل، چي د نفس تزکیه ځکه مهمه ده، چي زموږ نېک اعمال کمزوري دي او بل لوري ته د نفسي خواهشاتو او شیطاني دسیسو سره مخ یو، د خپل نفس پېژندل او کنټرولول ستر اجرونه لري، رسول الله ﷺ فرمایي: چاچي خپل نفس و پېژندی، حقیقت کي یې خپل رب ﷻ و پېژندی.

نوموړي د سمینار په وروستیو کي د نفس د تزکیې پر لارو چارو علمي بحث وکړ او زیاته یې کړه، چي د نفس د تزکیې راوستلو مؤثري لاري د ځان سره محاسبه، د خپلو عیبونو تذکر او د غلطو صفتونو په نېکو صفتونو بدلول دي.

یاد سمينار په دعائيې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 25 2026 2:41 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS