لرليد:
د شرعیاتو پوهنځی به ان شآء الله تعالی د سیمي او هيواد په کچه د اسلامي نظام په چوکاټ کي د اسلام او حنفي مذهب په ګاڼه سمبال د متدینو، متخصصو او متعهدو قاضیانو،مفتیانو، فقه او قانون پوهانو، مذهبي مدرسینو، خطیبانو او داعیانو په روزلو او دمعاصرو علمي تحقيقاتو په ترسره کولو کي د عصر د نویو پرمختګونو په رڼا کي مخکښه پوهنځی وي.
ماموريت :
د هیواد او نړۍ خلکو ته د شرعي علومو په برخه کې پياوړي علمي کادرونه روزو، چې د اړينې مسلکي پوهې او اړينو مسلکي مهارتونو درلودونکي وي او په ټوله معنی د يو عالم، استاذ، او دیني لارښود په توګه د ګران هېواد او اسلامي نظام خدمت ګاره وي.
د شرعیاتو پوهنځی ستراتيژيکي موخي:
- د څیړنو پراختیا
- مدیریتي سیسټم پياوړي کول د (HEMIS) MIS او فایلنگ په ډول.
- تضمین کیفیت پياوړي کول.
- د ماسټری برنامه ایجادول
