د شرعیاتو پوهنځی

لرليد:

د شرعیاتو پوهنځی به ان شآء الله تعالی د سیمي او هيواد په کچه د اسلامي نظام په چوکاټ کي د اسلام او حنفي مذهب په ګاڼه  سمبال د متدینو، متخصصو  او متعهدو قاضیانو،مفتیانو، فقه او قانون پوهانو، مذهبي مدرسینو، خطیبانو او داعیانو په روزلو او دمعاصرو علمي تحقيقاتو په ترسره کولو کي د عصر د نویو پرمختګونو په رڼا کي مخکښه پوهنځی وي.

 

ماموريت :

د هیواد  او نړۍ خلکو ته د شرعي علومو په برخه کې پياوړي علمي  کادرونه روزو، چې د اړينې مسلکي پوهې او اړينو مسلکي مهارتونو درلودونکي وي او په ټوله معنی د يو عالم، استاذ،  او دیني لارښود په توګه د ګران هېواد او اسلامي نظام خدمت ګاره وي.

 

د شرعیاتو پوهنځی ستراتيژيکي موخي:                      

  1. د څیړنو پراختیا
  2. مدیریتي سیسټم پياوړي کول د (HEMIS MIS  او فایلنگ په ډول.             
  3. تضمین کیفیت  پياوړي کول.              
  4. د ماسټری برنامه ایجادول