هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو
نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق
نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.
د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي تدریسي مدیر ښاغلي غلام حسین خپلواک او د اسنادو د ویش لوی مدیر ښاغلي عزت الله ریاض د یاد ورکشاپ د وړاندي کول په لړ کي وویل: HEMIS د ازموینو د نمرو، احصائیو او د پوهنتون د نورو برخو د اطلاعاتو ساتلو بريښنايي سیسټم دی، چي په مرسته به یې کارمندان او استادان د اطلاعاتو په ساتني او لېږد کي د اسانتیا څخه برخمن سي.
هغوی د یاد سیسټم د پیژندلو تر څنګ د هغه پر اجزاوو او د کارولو پر لار چارو بشپړ معلومات ګډونوالو ته وړاندي کړل.
هیره دي نه وي، چي یاد معلوماتي ورکشاپ به د رواني اوونۍ تر پنجشنبې دوام ومومي.