د هلمند پوهنتون د محصلینو ترمنځ د زراعتي سوداګریزو طرحو سیالي؛ درې غوره پروپوزلونه وټاکل سول
د هلمند پوهنتون د محصلانو معاونیت اړوند، د «زراعتي سوداګریزو پروپوزل لیکلو سیالۍ» په لړ کي د کرهڼي پوهنځي د ۴۲ تنو محصلینو له لوري د سوداګریزو طرحو د وړاندي کولو او ارزوني پروسه ترسره سوه.
دغه پروسه د لوړو زده کړو وزارت د هغو هڅو په لړ کي ترسره کېږي، چي موخه یې د امارتي پوهنتونونو د محصلینو د نوښتونو او وړتیاوو ملاتړ، د علمي زده کړو له عملي فعالیتونو سره نښلول او د عایداتي او سوداګریزو طرحو د عملي کېدو لپاره د زمینې برابرول دي.
په دې پروسه کي ۴۲ تنو محصلینو خپلي زراعتي سوداګریزي طرحي وړاندي کړې، چي د لومړنۍ ارزوني په پایله کي یې ۱۰ غوره طرحي دویم پړاو ته لاره وموندله. یادو محصلینو ته د هلمند پوهنتون له لوري د دوی د غوره طرحو له امله ستاینلیکونه ورکړل سول.
د ارزوني په وروستي پړاو کي له یادو طرحو څخه درې غوره زراعتي سوداګریزي طرحي وټاکل سوې، چي د دې پوهنتون له لوري به د لوړو زده کړو وزارت ته ور وپيژندل سي.
دغه درې غوره طرحي به د ملک په کچه د امارتي پوهنتونونو د کرهڼي پوهنځیو له لوري د غوره سویو نورو زراعتي سوداګریزو طرحو ترڅنګ په عمومي سیالۍ کي وارزول سي. په دې پړاو کي به د نوښت، اقتصادي اغېز، عایداتي ظرفیت او عملي کېدو وړتیا له مخي غوره طرحه وپېژندل سي او د عملي کېدو لپاره به ورته لازمي اسانتیاوي برابري سي.
د دې پروسې له لاري به محصلینو ته زمینه برابره سي، چي خپلي علمي زده کړي له عملي او سوداګریزو نظریاتو سره وتړي، د کرهڼي په برخه کي د عایداتي فعالیتونو لپاره نوي لاري چاري وړاندي کړي او خپلي وړتیاوي د ملک د اقتصادي ودي او ځان بسیایني په برخه کي وکاروي.
