ریاضي څانګه

د رياضي څانګي د آمر پيغام
الحمدلله رب العالمين وصلواه و السلام علی اشرف الانبياء و المرسلين و عالی اله و اصحابه اجمعين.
دا چي ښوونه او روزنه د يوې ټولني د ملا تير جوړوي، نو موږ هم دې ارزښت ته پام سره د ګران هېواد افغانستان لپاره درياضياتو په برخه کي د نوي نسل و روزني ته ملاتړلې ده او هڅه کوو چي پدې برخه کي د هېواد اړتيا پوره کړو.
دا چي په اوسني وخت کي د عصري زده کړو پرته د ټولني پرمختګ او پر ځان بساينه ناشونې ده، نو د ځوانانو څخه مو هيله ده، چي لوړو زده کړو ته مخه کړي او هېواد په هر ډګر کي د خپلواکۍ تر پولو و رسوي.
والسلام،
پوهنمل بشيراحمد بابازوی
د رياضي څانګي استاد
د ریاضی څانګي لنډه پیژندنه
ریاضي څانګه د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی په دریم تشکیل کي په  (۱۳۹۰ ل.ل.) کال کي منظور او په همدې کال کي یې په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري پیل کړې، چي تر دې دمه يې په يوولسو دورو کي ۴۲۸ تنه علمي کادرونه ټولني ته د چوپړ په موخه وړاندي کړي دي.
 

                                                                

ليرليد، رسالت او اهداف

  • ليرليد(Vision)
د هلمند پوهنتون د ریاضي څانګه غواړي چي د هيواد او سيمي  په کچه د ریاضي د علم په تدریس، څیړنو، او عملي تطبیق کي ځواب ويونکې او مخکښه علمي مرجع واوسي.

 

  • رسالت(Mission)
د هلمند پوهنتون د ریاضي څانګه ژمنه ده، چي محصلینو ته د وخت د اړتياوو سره سم د ښه تدريس، معياري څېړنو، او عملي مهارتونو زمينه برابره کړي، ترڅو د ټولني د  پرمختګ لپاره داسي متخصصین وروزي چي په اسلامي ارزښتونو، مسلکي مهارتونو، او څېړنیز تفکر سره سمبال وي.

 

  • اهداف (Goals)
  1. پر ملي او نړیوالو معیارونو برابر اکاډميک چاپيريال رامينځته کول او د کيفيت د لوړاوي په برخه کي د څانګي اکاډميک اعتبار اخيستل.
  2. د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظرفيت لوړول.
  3. د ریاضي د عصري موضوعاتو پر بنسټ نوي څېړني ترسره کول او د علمي څېړنو فرصتونه برابرول.
  4. ټولنې ته د رياضي په برخه کي مسلکي، متخصص، او نوښتګر  ښوونکي او څېړونکي وړاندي کول.
  5. زده کوونکي دې ته هڅول چې د ریاضيکي استدلال، تحلیل، او منطقي تفکر مهارتونه ترلاسه کړي.
  6. د ملي او نړیوالو تحصیلي او څېړنیزو ادارو سره اړیکي ټینګول او د علمي همکاریو زمینه برابرول.
  7. د ټولني د اړتياوو او عصر سره سم په ملي او نړيواله کچه نصاب ته پراختيا  ورکول او پلي کول.

 

  • ارزښتونه (Values)
  1. د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل (Islamic &National Values)
  2. نوښت او خلاقیت (Innovation & Creativity)
  3. همکاري او ګډ کار (Collaboration & Teamwork)
  4. مسوولیت او حساب ورکونه (Accountability & Responsibility)
  5. نړیوالتوب (Globalization)
 

 

 

تشکيلاتي جدول

د څانګي ټولي اداري او تدريسي چاري د څانګي  د آمر په شمول د اوو تنو دايمي استادانو( يو دوکتور، پنځه ماسټران او يو ليسانس  )  په مټ مخته وړل کيږي.

 

 

 

علمي پروګرامونه

د رياضي څانګي تدريسي بهير د مسلکي، متخصصو او تجربه لرونکو استادانو له لوري پر مخ وړل کيږي. چي  په بيلابيلو وختونو کي تخصصي، مسلکي او معلوماتي کنفرانسونه او سمينارونه وړاندي کوي، همدارنګه د پوهنتون په کنفرانسونو  او سمينارنو کي ګډون کوي. د رياضي څانګي استادان تل هځه کوي، چي پر ګڼو علمي موضوعاتو  مقالې وليکي او په ملي او نړيوالو ژورنالونو کي يې خپرې کړي، چي تر دې دمه یې ګڼي داخلي او نړيوالي مقالې خپرې سوي دي. د رياضي څانګه خپلو برحاله او فارغه محصلانو ته هم په بيلابيلو وختونو بيلابيل د مسلکي او علمي ظرفيت لوړوني او کارموني لنډمهاله پروګرامونه په لاره اچوي، چي دمګړی د رياضي څانګي فارغين په ګڼو دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ادارو کي په دندو بوخت دي.

تحصیلي نظام

د لوړو زده کړو د قانون مطابق د ليسانس دوره په منځني ډول څلور کاله ده، چي هر تحصيلي کال دوه سمسټرونه( پسرلنی او ژمنی) لري او هر سمسټر شپاړلس (16) درسي اونۍ دی. د رياضي څانګي په ټولو اتو سمسټرونو کي ټولټال (167) کريډيټونه لري، چي په هره اونۍ کي ډېر تر ډېره  (21) کريډيټه تدريس کېږي، او هر کريډيټ يو درسي ساعت(50 دقيقې) دی.
 

 

 

                                                                                           

 

تحصيلي نصاب( کريکولم)