د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي
هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه میليونه افغانیو په لګښت جوړه سي.
د دې پروژې د جوړولو موده څلور میاشتي ټاکل سوې، چي په بشپړېدو سره به د دې پوهنتون اداري او خدماتي زیربناوي لا پراخي سي او د پوهنتون د رسمي فعالیتونو د تنظیم او ترسره کولو په برخه کي به اسانتیا رامنځته سي.
یاده پروژه د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ د هلمند پوهنتون د رهبرۍ په هلو ځلو پلي کېږي.
