هلمند پوهنتون احاطي ته راخلاص د درېیو (۳) کورونو د استملاک خبرتیا!

helmand@123
استملاک

د ریاست ‌الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د هلمند پوهنتون د احاطې  ختیځ لوري کي د پوهنتون احاطې ته د راخلاصو درې (۳) بابه کورونو د استملاک چاري په پام کي نیول سوي دي.

له همدې امله، ټولو هغو اشخاصو ته چي د یادو کورونو د ملکیت ادعا لري، خبر ورکول کېږي، چي د خپل ملکیت اړوند شرعي اسناد او رسمي عریضه دي د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کي د تصفیې محترم پلاوي کاري دفتر ته وسپاري، ترڅو د یادو کورونو د ملکیت د تثبیت، تصفیې او استملاک چاري ترسره سي او د اړوندو اسنادو له ارزوني وروسته په اړه یې قانوني او شرعي پرېکړه وسي.