د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۰:۴۳
د وترنري پوهنځي رئیس

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب او د پوهنتون د ګڼو پوهنځیو رئیسانو او اداري کارمندانو ګډون درلود، ددې پوهنتون په انګړ ترسره سول.

د غونډي د پیل وینا د علمي چارو مرستیال دوست صاحب راپیل کړل، نوموړي د وترنري پوهنځی لپاره عصمت الله ایثار د رئیس په توګه او د انجینري پوهنځی لپاره محمد صادق بُستی د رئیس په توګه و ګډونوال ته ور و پیژندل.

د علمي چارو مرستیال د غونډي پر مهال نوي ټاکل سوو رئیسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ  د خپلو مسؤلیتونو په ښه توګه د ترسره کولو او د نوښتونو د رامنځته کولو په برخه کي سپارښتني وکړلې او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړل.

ورپسې د هلمند پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع الله سعید صاحب د نوي ټاکل سوو رئیسانو څخه وغوښتل، چي د زده کړیالانو د عملي کارونو د اجرا او ظرفیت لوړوني په برخو کي خپلي هڅي و نه درېغوي  او د نوموړو سره  یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړل.

په وروستیو کي غونډه د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب  له لوري د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS