له نشه یي توکو پاک افغانستان علمي کنفرانس په اړه لمړنۍ معلوماتي غونډه وسوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۵۱
معلوماتي غونډه

نېټه: ۱۴۴۶/۱/۵ هـ.ق

هلمند پوهنتون د غونډو تالار کي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارئ  د ۱۴۴۶ ه.ق کال په اوږدو کي د دایرېدونکي علمي کنفرانس په اړه لمړنۍ معلوماتي غونډه ترسره سول.
غونډه کي چي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو سربیره د خصوصي پوهنتونو استازو، د بیلابیلو ادارو غړو، شعلماؤ، ژورنالیستانو او ځوانانو ګډون درلود.

د غونډي پیل کي د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ حافظ محمد نسیم حقاني د نشه یي توک پاک افغانستان علمي کنفرانس په اړه عمومي معلومات وړاندي کړل.

ده وویل دا د ویاړ ځای دی، چي د لمړي ځل لپاره هلمند پوهنتون د زون په کچه د یو علمي کنفرانس کوربتوب لري. دا چي د دولت مشرتابه د نشه يي توکو کرکیله منع ګرځولې، موږ هم دا اړتیا احساس کړه، چي د نشه توکو د مخنیوي په برخه کي خپل دنده اداء کړو او له دې لاري به مو هیوادوال له یادي کرغيړني پدېدې څخه وژغورلي وي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، په یاد کنفرانس کي به د هیواد په کچه د څېړونکو، ماهرینو، لیکوالانو او استادانو له لوري مقالي ترتیب او وړاندي کیږي.

ورپسې د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي  پوهنیار محمد نعیم دوست د یاد کنفرانس پر علمي او تخنیکي اړخونو بحث وکړ.
ښاغلي دوست وویل، د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه ټوله د توان تر کچي رسالت لرو، هڅه مو دا ده، چي د یاد کنفرانس له لاري د نشه توکو د استعمال او کرني تاثیرات، پر ټولنیز ژوند، پر زده کړیز چاپیریال او روغتیا باندي  په علمي، منطقي او مسلکي ډول تر بحث لاندي ونیسو او لاسته راغلي علمي پایلي او وړاندیزونه به د دولت مشرتابه مقام ته وړاندي کړو.

په وروستیو کي د نوموړي پوهنتون مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید وینا کي وویل: دا ډول علمي کنفرانسونه دېته لار پرانیزي، چي له اوږده مهاله سته ستونزو ته پر دلایلو ولاړي حللاري وړاندي کړي او خوښ دى، چي هلمند پوهنتون په دې برخه کي د هیواد په کچه نوښت کوي او دا ابتکار په خپل نوم ثبتوي.

غونډه د دعايي په ویلو پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS