هلمند پوهنتون کي د فکري روزني سیالۍ ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه.

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۳
سمینار

نن ورځ د هلمند پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني (رح) د غونډو په تالار کي د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د یو لړ ځوانانو د ستایني مراسم ترسره سول.

دغه مراسم د هلمند پوهنتون، پوهني ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاستونو په همغږۍ د “مجاهد پیغمبر ﷺ” تر عنوان لاندي د ترسره سوي سیالۍ د ممتازو ګډونوالو د تقدیر په موخه جوړ سوي وه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، مفتي صدیق الله همت، پرانیستونکې وینا وکړه. نوموړي د ځوانانو لپاره دا ډول فکري سیالۍ مهمي وبللې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چي په راتلونکي کي هم داسي پروګرامونو کي فعاله برخه واخلي.

هغه همداراز پر مطالعې ټینګار وکړ او ویې ویل چي کتاب د انسان تر ټولو غوره ملګری دی چي انسان د کمال پر لور بیایي، نو په کار ده چي ځوانان مو د کتاب سره په ملګرتیا کي پاتي سي او د مسلمانانو د هغو اختراعاتو څخه چي اوس غرب په خپل نوم کړي دي، خبر و اوسي.

په دوام کي د شرعیاتو پوهنځی رئیس، شیخ الحدیث مولوي محمد سعید ذاکري، وینا وکړه. هغه د رسول الله ﷺ د ژوند د مطالعې پر ارزښت خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي د همدې موخي لپاره د سیالیو جوړول د ځوانانو د فکري ودي لپاره اغېزناک دي.

نوموړي د الرباط ادارې هڅي وستایلې او ګډونوال یې وهڅول چي د رسول الله ﷺ لارښوونې په خپل ژوند کي عملي کړي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر، مولوي سلطان محمد حنیف، د سیالۍ د بهیر په اړه معلومات وړاندي کړل او ډاډ یې ورکړ، چي سیالي په بشپړ شفافیت او انصاف سره ترسره سوې ده.

په پای کي د سیالۍ ممتاز ګډونوال د یو شمېر مادي او معنوي تحفو په ورکولو سره وستایل سول او د هغوی هڅي د ستایني وړ وبلل سوې.

غونډه په دعائیه وینا سره پایته و رسېدل.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS