هلمند پوهنتون کي د علمي شورا غونډه ترسره سوه
              نن سې شنبه د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خوني کي د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۳ مالي کال د علمي شورا غونډه ددې پوهنتون د رئیس شیخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني په مشرۍ ترسره سوه.
د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ حقاني صاحب د غونډي په پیل کي د استادانو پر مکلفیتونو وینا وکړه.
ورپسي په غونډه کي د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د کلني ارزوني راپور او د پوهنتون پر کلني عملياتي پلان بحث وکړ.
دغه راز د محصلانو چارو معاوين ښاغلي مفتي صدیق الله همت د سمسټر پر وروستیو ازموینو او نویو محصلانو پر فراغت غونډي، د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د نویو فارغیدونکو محصلانو مالي تصفيې (ډيپلوم او نمرو جدول) او  د پوهنتون د پرسونل او زده کړيالانو د پيژندګلوۍ پر کارډونو  خبري وکړې 
 په ورته وخت کي د کیفیت د تضمین او لوړاوي کمېټې او امریت ، د مسلکي پرمختیا مرکز او انجینرۍ پوهنځي کلني عملیاتي پلانونه  د علمي شورا له لوري تائید سول.
د ناستي په وروستیو کي پر ګڼو نورو متفرقه موضوعاتو خبري اتري وسوې او غونډه د اختتامیه دعا په ویل سره پای ته ورسېدل.
      
    