.د چاپېریالي اخلاقو تر سرلیک لاندي د  عامه پوهاوي سمینار ترسره سو

helmand@123
Thu, Dec 11 2025 2:21 PM
سمینار

نن د هلمند پوهنتون د ابو‌داوود سجستاني رحمه ‌الله د غونډو تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د چاپېریالي اخلاقو تر سرلیک لاندي د عامه پوهاوي سمینار ترسره سو. دغه سمینار د بیولوژي څانګي د استاد پوهنیار عبدالباري هجران له لوري وړاندي سو، چي په کښې د هلمند پوهنتون استادانو او  د پوهني، عامي روغتیا، چاپېریال ساتني او زراعت ریاستونو استازو ګډون کړی و.

 په سمینار کي د چاپېریال تعریف، د اسلام له نظره پاکوالی، د چاپېریال ککړتیاوي او د هغوی اغېزې او د هر فرد  او دخیلو ادارو مسؤلیتونو په اړه مهم مطالب وړاندي سول.

ښاغلي هجران په خپلو خبرو کي چاپېریال د انسان د ژوند د توازن او آرامۍ اصلي بستر وباله او وویل چي هوا، اوبه، خاوره او طبیعي سرچینې د انسان د وجود، روزګار او روغتیا  سره مستقیم تړاوونه لري.

ښاغلي استاد د اسلام له نظره د پاکوالي او چاپېریال ساتني په اړه لارښووني بیان کړې. هغه د قرآن کریم او احادیثو هغه نصوص بیان کړل، چي په کښې پر پاکوالي ټینګار سوي او د ضرر رسولو، چټلتیا خپرولو او عامه ځایونو ککړولو څخه مسلمانان منع سوي دي. د هغه په وینا، چاپېریال ساتنه د هر فرد څرګنده اسلامي وجیبه ده.

وروسته  ښاغلي هجران د چاپېریال د ککړتیاوو ډولونه په تفصیل سره بیان کړل. هغه وویل، چي د هوا، اوبو، خاوري، شورماشور او بیولوژیکي ککړتیاوي د انسان په صحت، خوراکي موادو، طبیعي منابعو او د ژوند پر عمومي کیفیت بد اغېزې کوي. د ککړتیاوو عملي بیلګي او د هغوی ممکنه عواقب هم تشریح کړل.

په پای کي استاد هجران پر حل‌لارو او فردي مسؤلیتونو تفصیلي سپارښتني او وړاندیزونه بیان کړل. هغه وویل چي هر شخص کولای سي د خپل سلوک او ورځني عادتونو په اصلاح سره د چاپېریال ساتني په برخه کي مهم رول ولوبوي.

هغه د کثافاتو منظم مدیریت، د اوبو سپما، د شنو ساحو ساتنه او د ککړتیا مخنیوی هغه عملي ګامونه یاد کړل، چي باید ورته ځانګړې پاملرنه وسي. استاد ټینګار وکړ، چي د امارتي مسؤلینو تر څنګ، هغه ادارې چي د چاپېریال د پاکوالي او د ککړتیاوو د مخنیوي په برخه کي ځانګړي مسؤلیتونه لري، باید خپلي هڅي لا قوي کړي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS