فقه او قانون څانګه د هلمند پوهنتون شرعیاتو پوهنځی په لومړني تشکیل کښي چي (۱۳۹۸ هـ ش) کال کي منظور سوې او په همدی کال کښې یی په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکو چارو په فعالیدو سره را پیل کړي دي، د فقه اوقانون څانګی تدریسي چاري په (۱۳۹۹ هـ ش) کال د سنبلې میاشتي په شپاړسمه نېټه پيل سوي دي. او د څلورو کلونو تدریسي چارو په تکمیلېدو سره نوموړي څانګي اوله دوره فارغین په ۱۴۰۳ کال کښې ۲۰ تنه محصلین ټولني ته د خدمت په موخه فارغ کړي دي.
د فقه اوقانون څانګه اوس مهال څلور(۵) تنه برحاله او په درو ټولګیو کښي ۶۱تنه محصلین لري،څلور تنه استادان یې په تدریس او یو تن د دوکتورا، په لوړوزده کړو بوخت دي.
د فقه اوقانون څانګي د استادانو نوملړ په لاندي جدول کښې په جزیاتو سره لیکل سوي دي
- د فقه اوقانون د هیواد او سیمي په کچه یوه منل شوې څانګه وي او فارغیدونکي کادرونه به یې د هیواد په قضائي او عدلي ارګانونو کي د نوښتونو په وسیله مثبت تغیر راوستونکي وي .
- د فقه اوقانون څانګه د خپل ټاکل شوي کریکولم په رڼا کي د مسلکي او تجربه لرونکو استادانو په وسیله تدریس کوي او علمي څیړنو ته یې لاره هواروي .
- د لیسانس په کچه د باکيفيته تدريسي چارو او سهولتونو رامنځ ته کول.
- د پرمختللی نړۍ د پوهنتونونو سره برابر، د وخت او ټولني د ضرورتونو په نظر کي نيولو سره سم د يو باکفيته عالي نصاب درلودل.
- د هيواد د قضائي او عدلي سيستم د پياوړي کولو، د خلکو د حقوقو د تأمين او دفاع په موخه د قضاء، افتاء، دعوت, خطابت او د تدريس په چارو کي د علمي او مسلکي کادرونو په اسلامي فکر روزل.
- د ژبني، سيمه ايز، ډله يېز ، تعصب پرته په ازاده او عادلانه توګه قضاوت کولو روحيه رامنځ ته کول او د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کي د خپلو ديني مقدساتو څخه دفاع کول.
- د قرآني او نبوي علومو مسلکی زده کړي، او د اساسی مصادرو پېژندنه.
- د شريعت د مصادرو او د توحید د سمي عقیدې پیژندنه، د نړۍ د مختلفو اديانو مطالعه،مقارنه له انحرافاتو څخه يې خبريدل، او د اسلامي مصادرو پر وړاندي يې د شکونو له منځه وړل.
