د اګرانومي څانګي پېژندنه
اګرانومي څانګه د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي له مهمو علمي او مسلکي څانګو څخه ده، چي د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو له مخي په ۱۳۸۹ هـ.ل کال کي په رسمي ډول تأسیس سوه. د دې څانګي د جوړېدو موخه د ټولني اړتیاوو ته په کتو د مسلکي، سالم او علمي کادرونو روزنه ده، تر څو د هېواد د کرهڼیز سکتور د پرمختګ لپاره اغېزمن خدمات وړاندي کړي.
اګرانومي څانګه د معیاري علمي او اکاډمیکو تدریسي پروګرامونو له لاري هڅه کوي، چي محصلین په نظري او عملي پوهه سمبال کړي، څو د فراغت وروسته وکولای سي د کرهڼي په بېلابېلو برخو کي د ټولني د خدمت جوګه سي.
یادي څانګي خپل لومړي فارغین په ۱۳۹۱ هـ.ل کال کي، چي شمېر یې ۱۵ تنه و، ټولني ته وړاندي کړل. تر اوسه پوري په دیارلسو دورو کي د دې څانګي ۴۷۶ تنه محصلین فارغ سوي دي. همدارنګه، دا مهال د اګرانومي څانګي په څلورو ټولګیو کي ۶۷ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي.
اګرانومي څانګه ژمنه ده، چي د کرهڼي په برخه کي د مسلکي بشري ځواک د روزني له لاري د هيواد د کرنیز پرمختګ او ځانبسیایني په لور اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د ۱۳۹۱-۱۴۰۳ هـ ش کال پوري د اګرانومي څانګي د فارغه شویو محصلينو جدول
|
دوره
|
د فراغت کال
|
د اګرانومي څانګي د فارغه سويو محصلينو شمير
|
|
لمړي دوره
|
۱۳۹۱
|
۱۵
|
|
دوهمه دوره
|
۱۳۹۲
|
۳۰
|
|
دريمه دوره
|
۱۳۹۳
|
۴۵
|
|
څلورمه دوره
|
۱۳۹۴
|
۵۵
|
|
پنځمه دوره
|
۱۳۹۵
|
۳۷
|
|
شپږمه دوره
|
۱۳۹۶
|
۲۸
|
|
اوومه دوره
|
۱۳۹۷
|
۴۶
|
|
اتمه دوره
|
۱۳۹۸
|
۳۴
|
|
نهمه دوره
|
۱۳۹۹
|
۴۹
|
|
لسمه دوره
|
۱۴۰۰
|
۴۳
|
|
یوولسمه دوره
|
۱۴۰۱
|
۳۹
|
|
دولسمه دوره
|
۱۴۰۲
|
۴۳
|
|
دیارلسمه دوره
|
۱۴۰۳
|
۱۱
|
د اګرانومي څانګې د استادانو لېست
د اګرانومي څانګې ټول استادان، الحمدالله، د څانګې اړوندو علمي، تدريسي او اداري چارو د سمون او پرمختګ لپاره په پوره اخلاص او ژمنتيا سره کار کوي او د پام وړ لاسته راوړنې لري. د څانګې د استادانو شمېر او علمي کادرونه په لاندې لېست کي ذکر شوي دي.
د اګرانومي څانګې د استادانو د علمي ظرفيت لوړول د څانګې له مهمو لومړيتوبونو څخه شمېرل کيږي. په همدې موخه، د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي او د هلمند پوهنتون د رهبرۍ په لارښوونه، د څانګې استادان وخت په وخت تحصيلي بورسونو ته معرفي کيږي تر څو خپلې علمي او مسلکي وړتياوې لا پياوړې کړي.
همدارنګه، د اګرانومي څانګې ټولې علمي او تدريسي چارې د موجودو استادانو ترمنځ په عادلانه ډول وېشل کيږي او په منظم ډول مخ ته وړل کيږي، څو د تدريسي بهير کیفیت او دوام تضمين شي.
|
په څانګه کي دنده
|
داړیکي شمیره
|
علمی سویه
|
علمي رتبه
|
تخلص
|
نوم
|
ګڼه
|
|
د څانګي آمر
|
0707480475
|
ماسټر
|
پوهنمل
|
فدا
|
نعمت الله
|
۱
|
|
استاد
|
0707117174
|
دوکتور
|
پوهنمل
|
ملکزی
|
محمد یار
|
۲
|
|
استاد
|
0703839385
|
دوکتور
|
پوهنمل
|
بابازوی
|
فیروز
|
۳
|
|
استاد
|
0707865190
|
دوکتور
|
پوهنمل
|
واصفي
|
محمد خان
|
۴
|
|
استاد
|
0705613930
|
ماسټر
|
پوهنمل
|
پوپل
|
محمد هاشم
|
۵
|
|
استاد
|
0708239357
|
ماسټر
|
پوهنیار
|
پژمان
|
جاوید احمد
|
۶
|
|
استاد
|
0706530054
|
ماسټر
|
پوهنیار
|
یون
|
حکمت الله
|
۷
|
|
استاد
|
0703471062
|
لسانس
|
ن پوهنیار
|
حقمل
|
عبد الهادی
|
۸
|
اګرانومي څانګه یو واضح او روښانه ماموریت او لیرلید لري چه په رڼا کي یې خپلي ټولي چاري تنظیموي.
لیرلید Vision
د سیمي په کچه د کرني په سکټور کي د مسلکي کادرونو روزل ترڅو د همېشنیو کرنیزو محصولاتو له لاري په کافي اندازه غذا تولید او په همدې سکټور کي د کاري فرصتونو کچه لوړه سي، چي په دې کار سره به مو هم غذا تولید کړې وي او هم به مو د کاري فرصتونو له لاري د خپل هیواد په ملي اقتصاد او سوله کي ګام اخیستی وي.
رسالت Mission
اګرانومي څانګه هڅه کوي داسي یو پرمختللی او په عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي، تدریسي او روزنیز چاپیریال رامنځته کړي، چي څیړنیز او تحصیلي پروګرامونه يي و محصلینو او کروندګرو ته اسانتیاوي برابري کړي.
موخي Objectives
د استادانو مسلکي وړتیا ته وده ورکول،
د مسلګي او کادري وړتبا په مټ نوښت او کار کولو ته زمینه برابرول،
په ملي او سیمه ایزه کچه د هیواد د کرهڼيزي پراختیا په خاطر د یو معیاري، علمي تدریسي بهیر رامنځته کول تر څو په لوړه سطحه د اړتیا پر بنیاد علمي کادرونه و روزل سي.
د اګرانومي څانګي مسئولیتونه
اګرانومي څانګه مسئولیت لري چي په لاندی برخو کي خپل فعالیتونه سرته ورسوي.
د اګرانومي څانګي دآمر مسئولیت
- د لوړو ادارو په وړاندي د څانګي استازیتوب کول.
- د څانګي اړوند د علمي او اداري چارو د تنظیم تر څنګ دکاري پلان ، دغونډو اجنډا ترتیبول او مشري کول.
- د تقرر،انفکاک او علمي ترفیعاتو د اسنادو په ګډون د څانګي د ټولو پریکړو په هکله اصولي کړني تر سره کول.
- د څانګي د تدریسی نصاب (نظري،عملي ،ساحوي)د تطبیق څارنه او د پرمختګ څرنګوالی معلومول.
- د څانګي او پوهنځۍ د لا ښه والي په منظور نوښتونه وړاندي کول.
- د څانګي و غړو ته داصولو له مخي مکافات او مجازات ورکول.
- د پوهنځۍ ریاست او علمي شوراته د څانګي د کړنو په اړه راپور ورکول.
- د څانګي داړتیاوو دلیري کولو لپاره هڅي کول.
- د هر سمستر په جریان کي د څانګي د کادري غړو د علمي راپورونو ارزونه او پایلي یې د څانګي غونډو ته وړاندي کول.
- د ټولوهغو دندو سرته رسول کوم چي د اصولو له مخي د څانګي په آمر پوري اړه ولري.
د استادانو مسئولیتونه
- د څانګي د مضامینو اړوند لکچرنوټونه برابرول او د عملي،ساحوي یا لابراتواری کارونو لپاره لارښود ترتیبول.
- د څانګي د مهالوېش مطابق د مختلفو درسي کورسونو په تدریس کي برخه اخیستل او د لوړو زده کړو دقانون سره سم د محصلینو لارښوونه.
- د معتبرو ماءخذونو په استعمال د ممد درسي یا درسي کتابونو په تالیف کي ونډه اخیستل.
- د علمي څېړنو پر مخ وړل او رهبري کول.
- د علمي کادر د غړو د علمي اثارو او علمي کنفراسونو ارزونه او په اړه یې د نظر څرګندول.
- د علمی سوې لوړول په ځانګړي ډول پخپله اختصاصي څانګه کي.
- په کمېټو، غونډو او علمي شوراګانو کي په فعاله توګه برخه اخیستل.
- د ګټو د خوندي کولو،خیر غوښتلو او علمي پر مختګ په خاطر د اړونده پوهنځۍ او پوهنتون په ښه والي کي په مسئولانه توګه برخه اخیستل.
- د لوړو او نیمه لوړو زده کړو تحصیلی مرکزونو ته د شمولیت په ازموینه کي ګډون کول.
- د نورو ټولو هغو دندو کوم چي د لوړو زده کړو د تحصیلي مرکزونو په قانون کي يې وړاندوینه سویده سرته رسول.

د دوره یي ارزوني راپور د لاندي لینک څخه کښته کولای سي
https://drive.google.com/file/d/1ESZxGC1CyvMsAMc5Vs5mT8y203r6aNs6/view?usp=sharing