.په هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۴ هـ ل کال د کانکور بایومټریک پروسه پیل سوه

په هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې په تړاو د کانکور ګډونوالو د بایومټریک معلوماتو د ثبت بهیر رسماً پیل سو.
یاده پروسه، چي د دوو ورځو (سې شنبه او چهارشنبه) پوري به دوام مومي، د ازموینو ملي اداري د راغلي پلاوي له لوري، د دې پوهنتون د رهبرۍ تر کتني لاندي، د هغه ګډونوالو د یایومټریک معلومات د ثبت بهیر پیل سوی، چي د دولسم ټولګي له فراغت وروسته یې د کانکور شمولیت کارتونه ترلاسه کړي وي.
په دې جریان کي، هم مهاله د هلمند پوهنتون استادانو، ګډونوالو ته د ازمویني د تګلاري، د پوهنځیو د انتخاب او د ازمویني د اصولو په اړه هر اړخیزي لارښووني هم پیل کړي، څو نوماندان وکولای سي د کانکور ازموینه په اعتماد او چمتووالي سره ترسره کړي.
باید وویل سي، چي د کانکور ازموینه به د رواني اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو، د سهار پر شپږو بجو پیل سي.