.د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس هلمند پوهنتون ته تشریف را وړی

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۴۳

د لوړو زده کړو وزارت یو پنځه کسیز هیئت، د کارکوونکو چارو رئیس په مشرۍ هلمند پوهنتون ته را رسېدلي، دغه هیئت د پوهنتون د اداري مراسلاتو او اړوندو برخو ارزونه وکړه او د اداري د اصلاحاتو لپاره یې خپلي موندنې شريکي کړې.

له ارزونې وروسته هیئت د پوهنتون کارکوونکو ته یو ورځنی روزنیز ورکشاپ وړاندي کړ، چې په کښې مهم موضوعات تر بحث لاندي ونیول سوه . د ورکشاپ اصلي موضوعات د لوړو زده کړو وزارت تشکیلاتي او اداري واحدونو ویش، د بستونو احصایې، د اداراتو د تشکیلاتي طرحو اساسي اصول، د تشکیل د بدلون عوامل، د دندو لایحې شکلي او تخنیکي جوړښت، د نوي کارکوونکو د استخدام پروسه او ډولونه، او د کارکوونکو د تحصیلي کچې مراحل وو.

د ورکشاپ یوه بله مهمه موضوع د اداري مراسلاتو اړوند ګټورو معلوماتو شریکول وه، چي د پوهنتون د کارکوونکو لپاره یې د کاري آسانتیاوو او رسمي اړیکو د ښه والي او پیاوړتیا په برخه کي مهم رول درلودی.

د لوړو زده کړو وزارت دا ډول ارزونې او روزنیز پروګرامونه د ادارو د ښه والي او معیاري کولو لپاره اساسي رول لري، چي موخه یې د تحصیلي ادارو لا پرمختګ او د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه, اپرېل 20 2026 3:43 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د فکري روزني سیالۍ ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه.

نن ورځ د هلمند پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني (رح) د غونډو په تالار کي د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د یو لړ ځوانانو د ستایني مراسم ترسره سول.

دغه مراسم د هلمند پوهنتون،. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:48 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي رحمه الله کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه هدیه سوه

د هلمند پوهنتون د علامه ابن حبان بستي "رحمه الله" کتابتون ته ٣٣ جلده کتابونه د یاد پوهنتون د یو تن استاد مولوي نقیب الله ثاقب صاحب له خوا هدیه سوه.

د یاد کتابتون مدیر محترم مولوي. . .

سه شنبه, اپرېل 14 2026 5:47 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي محصلینو د سړو خونو څخه لیدنه وکړه

د هلمندپوهنتون د کرهڼي پوهنځی د هارټیکلچر څانګي د درېیم او څلورم ټولګیو ۲۴ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه، د لارښود استادانو پوهنمل حکمت الله ځلاند او پوهنمل ایمل. . .

BACK TO NEWS