د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي زده کړیالانو ته د مونوګراف او څيړنيز راپور لیکلو يو ورځنی ورکشاپ وړاندي سو.

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۹
سمینار

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ د مونو ګراف لیکني او څېړنیز راپور لارښود يو ورځنی ورکشاپ ددې پوهنتون د څېړنیز مرکز آمر ښاغلي پوهندوي  دوکتور علي احمد لخوا د کرهڼي پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو ته وړاندې سو

په یاد ورکشاپ کي د څېړنو اړوند سریزه لیکل، تېرو لیکنو ته کتنه، مېتودلوژي، نتیجه او مناقشه، پايله وړاندي کولو، سپارښتنو او APA میتود د اخځونو لیکل په نظري او عملي بڼه وړاندې سوه.

دا راز  د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي دوو تنو استادانو پوهنیار عبدالوهاب سیدي او پوهنیار عبدالولي همت هم په یاد ورکشاپ کي اړین معلومات له محصلینو سره شریک کړل او د څېړنې په برخه کي له محصلینو سره عملي کار ترسره کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 25 2026 2:41 PM
Background image

د هلمند پوهنتون د سیالیو ۲۰ غوره محصلان وستایل سول.

هلمند پوهنتون کي د عاليقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د پنځو فرمانونو کتاب او قرائت سیالیو د ممتازو محصلانو د ستایني لپاره غونډه ترسره سوه، چي په بهیر کي یې ۲۰ تنو ممتازو محصلانو ته. . .

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

BACK TO NEWS