د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار وړاندي سو
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
نن يکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښې و جدید الشمول محصلینو ته د پوهنتون پيژندني تر سرلیک لاندي سمينار، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو په حضور کي وړاندي سو
د هلمند پوهنتون رئيس شيخ الحدیث والتفسیر حافظ مولوي محمد نسيم "حقاني" د سمينار د پيل وينا وکړه، هغه محصلانو ته د روان سمينار موخه بيان کړل
نوموړي و ويل: دا ورته د خوښۍ احساس ورکوي، چي د هيواد د نوي نسل د روزني په برخه کي مسؤليت لري. ښاغلي شيخ صاحب له محصلانو وغوښتل، چي د اسلام مبارک دين د ارشاداتو او لارښوونو سره سم ځانونه برابر کړي
ښاغلي حقاني صاحب د سمينار په بهير کي محصلانو ته وويل: ټولنه تاسي ته سترګي په لاره ده، له بې ځایه وخت تیرولو ځانونه وساتئ او د پوهنتون او د دې چاپيريال له امکاناتو څخه د خپلو استعدادونو په لوړولو کي بشپړه ګټه واخلئ
وروسته د همدې پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل حسن خان درمل محصلانو ته د پوهنتون پيژندني سمينار پيل کړ، هغه د هلمند پوهنتون د شاليد، پر مختګونو او تشکيلاتي پرسونل سربيره، د محصل د مسؤليتونو او نورو چارو په اړه پوره معلومات وړاندي کړل
بيا د ياد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقيوم ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي دعوت او ارشاد هغه وجیبه وبلل، چي د ټولني هیڅ وګړی نه دی ترې مستغني او پر هر مسلمان لازمه ده، چي دې برخه کي خپل مسؤلیت اداء کړي
نوموړي د دعوت او ارشاد ادارې اهداف روښانه کړل، د ده په خبره د دعوت لاره ده چي زموږ ځوان محصلین د پردیو افکارو له تسلط څخه خوندي کوي او د مسلکي زده کړو تر څنګ په فکري او عقیدوي علومو هم سمبالوي
هغه د همدې موخي لپاره د دعوت ارشاد له لوري د پیلېدونکي تدریس بهیر په اړه محصلانو ته معلومات وړاندي کړل
ورپسې د همدې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ډاکټر سمیع الله سعید د نظم او ډسپلین کمیټې د رئیس په توګه دیادي کمیټې د دندو او چارو په اړه معلومات وړاندي کړل، له محصلینو یې وغوښتل ترڅو ټول هغه قواعد چي د نوموړي کمېټې له لوري دوۍ ته ټاکل سوي، تطبیق ته یې غاړه کښيږدي
د غونډي په وروستي کي د نوموړي پوهنتون استاد او د یادي کمېټې منشي پوهنیار نذیر احمد رښتیني ټول هغه قواعد او لایحه چي محصلان یې پر عملي کولو مکلف دي، محصلانو ته تشریح کړل
د یاد وني وړ ده چي د پوهنتون پېژندني تر سرلیک لاندي پیل سوی سمینار به دوې ورځي دوام وکړي او په نوبتي شکل به د بېلا، بېلو پوهنځیو محصلینو ته د یادي موضوع په تړاو بشپړ معلومات وړاندي سي
نننۍ غونډه د دعائیې وینا په ویلو سره پای ته ورسېده