.هلمند پوهنتون کي د سلګونو محصلانو څخه د تعلیم الاسلام سیالۍ ازموینه واخيستل سوه

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۱:۵۶
تعلیم الاسلام

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۴ ه.ق

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د ۴۰۰ تنو محصلانو څخه د تعلیم الاسلام سیالۍ ازموینه واخیستل سوه. چي پر مهال یې د پوهنتون مسؤلینو او استادانو حضور درلود.

دغه سیالي د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري راپیل سوې، چي د سیالۍ د پرانیستي په مراسمو کي ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت ګډونوالو ته په وینا کي وویل، د دې پروګرام هدف د محصلانو د اسلامي پوهي لوړول او دیني زده کړو ته د هغوی د علاقې زیاتول دي. هغه زیاته کړه چي  داسي سیالۍ د محصلانو په فکري او علمي ودي کي مهمه ونډه لري.

نوموړي د بریالیو محصلانو د انعامونو په اړه وویل، چي ګټونکو محصلانو ته ګڼي جایزې، کمپیوټرونه او نور ارزښتناک شیان په نظر کي نیول سوي دي، چي بریالیو محصلانو ته به له اعلان وروسته وسپارل سي.

باید وویل سي، چي د دې سیالۍ د ترسره کولو بهیر په څو پړاوونو کي وو، لومړی محصلانو د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه او د پوهنتون له لوري د ماخذ په توګه ورته د تعلیم الاسلام کتاب ورکړل سو. چي د مطالعې د ټاکل سوي وخت وروسته د محصلانو څخه ازموینه واخیستل سوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS