.هلمند پوهنتون کي د نفس تزکیې تر عنوان لاندي اصلاحي سیمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۵

 

نن ورځ سه شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د نفس تزکیې تر عنوان لاندي مهم اصلاحي سیمینار وړاندي سو. چي پر مهال یې د دې پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ګډون درلود.

سمینار د دعوت او ارشاد د امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا پیل سو،  نوموړي  د نفس د تزکیې اهمیت د قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کښي ذکر کړ.

ښاغلي ذاکر صاحب د خپلو خبرو په جریان کي و ویل، چي د نفس تزکیه ځکه مهمه ده، چي زموږ نېک اعمال کمزوري دي او بل لوري ته د نفسي خواهشاتو او شیطاني دسیسو سره مخ یو، د خپل نفس پېژندل او کنټرولول ستر اجرونه لري، رسول الله ﷺ فرمایي: چاچي خپل نفس و پېژندی، حقیقت کي یې خپل رب ﷻ و پېژندی.

نوموړي د سمینار په وروستیو کي د نفس د تزکیې پر لارو چارو علمي بحث وکړ او زیاته یې کړه، چي د نفس د تزکیې راوستلو مؤثري لاري د ځان سره محاسبه، د خپلو عیبونو تذکر او د غلطو صفتونو په نېکو صفتونو بدلول دي.

یاد سمينار په دعائيې ویلو سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS