.په هلمند پوهنتون کي د پایلو پر بنسټ ښووني او الکترونیکي زده‌ کړو لس ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۳۰
OBE

د هلمند پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دې پوهنتون په تدریسي ټولګیو کي د پایلو پر بنسټ ښووني، محصل‌ محوره تدریس او الکترونیکي زده‌ کړو په اړه ورکشاپ پیل سو.

په دغه روزنیز پروګرام کي  د پوهنتون لسګونو استادانو ګډون کړی دی، چي  ورکشاپ د دوو ماسټر ټرېنرانو، د کندهار پوهنتون استاد پوهنمل عطاالله محمدي صاحب  او د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم عادل صاحب  له لوري مخته وړل کیږي.

د ورکشاپ  په پیل کي ، د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي شریف الله ابو احمد صاحب ګډونوالو ته وینا وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د علمي کچي د لوړوالي لپاره اړین وبلل. ده ګډونوالو ته وویل، تاسي ته چي دا علمي برنامه په خپل ولایت او خپل پوهنتون کي برابره سوې، باید اعظمه ګټه ترې واخلئ.

ښاغلي رئیس صاحب زیاته کړه،  استاد د ټولني او ولس د فکرونو د ډاکټر حيثيت لرئ لازمه ده، چي  په خپل مسلک باندي دومره برلاسي واوسئ، ترڅو ټولنه یې  له طریقه پرمختګ ته لار ومومي.

ورپسې د علمي  چارو مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست صاحب هم غونډي ته وینا وکړه او یاد ورکشاپ یې د علمي پرمختګ او تدریسي معیار لوړوني لپاره مهم فرصت وباله. نوموړي وویل، چي د پایلو پر بنسټ تدریس او محصل‌ محوره روزنه د محصل ذهنی وړتیا پیاوړې کوي او تر څنګ یې استادان هم د نوي نړۍ له اړتیاوو سره عیاروي.

په دې پروګرام کي به ګډونوالو ته په تدریس کي د پایلو پر بنسټ ښووني بنسټیز مفاهیم، د محصل‌ محوره تدریس اصول او عملي تګلاري، د ارزوني نوي میتودونه، د تدریسي موخو لیکل، درسي پلان جوړونه، د درسي موادو طرحه او همداراز د الکترونیکي زده‌ کړي مهم اړخونه لکه، برېښنايي ټولګي،  دډیجیټل منابعو کارونه او تخنیکي مهارتونه تشریح او تمرین سي.

ټاکل سوې ده،  چې دا پروګرام به لس ورځي دوام وکړي، په پای کي به له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل سي او د لوړو زده کړو وزارت له لوري به ورته معتبر سند هم ورکړل سي، ترڅو دوی  یې په علمي او مسلکي برخو کي  د امتیاز څخه برخمن سي.

باید یادونه وسي، چي د پایلو پر بنسټ ښوونه (OBE)، محصل ‌محوره تدریس (SCL) او الکترونیکي زده‌کړي مفکورې اصلاً له پرمختللو اسلامي هیوادونو، په ځانګړي ډول مالیزیا څخه افغانستان ته را نقل سوی دی. مالیزیا د لوړو زده کړو په برخه کي د OBE تطبیق کي نړیوال شهرت لري او د خپلو پوهنتونونو د نصاب، استادانو روزني او کیفیتي ارزوني سیستمونه یې د همدې مفکورې پر بنسټ عیار کړي دي.

 چي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم هڅه کوي، د افغان پوهنتونونو تدریسي سیستم له همدې نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د هلمند پوهنتون رئیس د بُست خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي په ملتیا د بُست خصوصي پوهنتون څخه رسمي لیدنه وکړه.

د لیدني پر مهال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۳
Background image

په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو. . .

BACK TO NEWS