د کادري بستونو اعلان ته سپارل

helu_admin
کادري بستونه
هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د(لومړي ځل) لپاره په لاندي څانګو کي د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کرهني پوهنځی:
کرهنیز اقتصاد ډیپارتمنت (۱) بست.
اګرانومي ډیپارتمنت (۱) بست.
د اقتصاد پوهنځی:
مالي او بانکي ډیپارتمنت (۱) بست.
د وترنري پوهنځی:
پاراکلینیک ډیپارتمنت (۱) بست.
د شرعیاتو پوهنځی:
فقه او قانون ډیپارتمنت (۱) بست.
د ښووني اوروزني پوهنځی:
کمپیوټر ساینس (۱) بست.
داوطلبان کولای سي، چي د ۲۳/۵/۱۴۴۴ تر ۲۳/۶/۱۴۴۴هـ ق نېټې پوري یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکني په موخه خپلي غوښتنپاڼي ډکي، د نمرو اصل ټرانسکریپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له ویبپاڼي څخه ترلاسه کړي او د خپلي تذکرې له کاپۍ سره دي یې د هلمند پوهنتون د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

ورستي اعلانات

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د هلمند پوهنتون د داخلي سړکونو د قیررېزۍ پروژې لمړی اعلان

هلمند پوهنتون د خپلو داخلي سړکونو د قیررېزۍ پروژه د لمړي ځل داوطلبۍ لپاره اعلانوي، نو ټول په شرایطو برابر شرکتونه چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري کولای سي چي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۰
Background image

د هلمند پوهنتون خبرتیا

د هلمند پوهنتون د 1392 څخه تر 1402هـ.ش نېټې فارغ زده کړیالانو د پام وړ!

د هلمند پوهنتون د 1392 څخه تر 1402 هـ.ش نېټې ټول فارغ زده کړیالان، چي خپل ډیپلوم، ټرانسکريب او سرټیفیکیټ یي نه وي . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د هلمند پوهنتون د بستونو شارټ ليست او ازمويني خبرتیا!

هغه داوطلبان، چي د هلمند پوهنتون له لوري اعلان سوو 4, 5, 7 او 8 درجه بستونو ته يې نوم لیکنه کړې وه او په لاندي شارلیسټونو کي یې نومونه راغلي وي خبر ورکول کیږي چي د یک شنبې په ورځ د سهار . . .

Back to announcements