د کتابونو د راټولولو کمپاین

helu_admin
images
د کتابونو د راټولولو کمپاین
کتابونه ډالۍ کړئ، تر څو د ملي شتمنۍ په توګه ورڅخه ګټه واخیستل سي. د کتابونو ډالۍ کول به له یوې خوا ستاسو لپاره جاري صدقه او له بله اړخه به مو د کتابونو د ډالۍ کولو فکر عام کړی وي.
د لوړو زده کړو وزارت د ځانکړي پاملرني او پېرزويني له مخي په هلمند پوهنتون کي یو مجهز او عصري کتابتون د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت چمتو سو. ددې کتابتون د کتابونو د برخي د لا بډايني لپاره هلمند پوهنتون د کتابونو د راټولولو کمپاین را پیلوي، دا چي پوهنتون ملي شتمني ده، نو د ټولو هېوادوالو څخه مو هيله ده، چي پدې کمپاین کي برخه واخلي، تر څو د هلمند پوهنتون کتابتون د کتابونو له اړخه هم د ځان بسایني تر پولو ورسوو.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۵۷۳۷۶۶۳-----۰۷۰۷۲۸۲۹۴۶
د واټساپ شمیرې:
۰۷۳۱۸۱۳۳۷۴-------۰۷۰۵۷۳۷۶۶۳
پته: هلمند، لښکرګاه، سولي څلورلاري ته څېرمه، هلمند پوهنتون

ورستي اعلانات

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د هلمند پوهنتون د داخلي سړکونو د قیررېزۍ پروژې لمړی اعلان

هلمند پوهنتون د خپلو داخلي سړکونو د قیررېزۍ پروژه د لمړي ځل داوطلبۍ لپاره اعلانوي، نو ټول په شرایطو برابر شرکتونه چي د داوطلبۍ په پروسه کي د برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري کولای سي چي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۰
Background image

د هلمند پوهنتون خبرتیا

د هلمند پوهنتون د 1392 څخه تر 1402هـ.ش نېټې فارغ زده کړیالانو د پام وړ!

د هلمند پوهنتون د 1392 څخه تر 1402 هـ.ش نېټې ټول فارغ زده کړیالان، چي خپل ډیپلوم، ټرانسکريب او سرټیفیکیټ یي نه وي . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د هلمند پوهنتون د بستونو شارټ ليست او ازمويني خبرتیا!

هغه داوطلبان، چي د هلمند پوهنتون له لوري اعلان سوو 4, 5, 7 او 8 درجه بستونو ته يې نوم لیکنه کړې وه او په لاندي شارلیسټونو کي یې نومونه راغلي وي خبر ورکول کیږي چي د یک شنبې په ورځ د سهار . . .

Back to announcements