هلمند پوهنتون کي د علمي شورا ۲ شمېره نوبتي غونډه ترسره سوه
نن دوشنبه د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو تالار کي د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۳ مالي کال د علمي شورا ۲ شمېره نوبتي غونډه د دې پوهنتون د رئیس شي/خ م؛ول/.وي حاف/ظ محمد نسیم ح؛ق/ان؛ي په مشرۍ ترسره سوه.
د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي ش؛یخ ح؛قاني صاحب د غونډي په پیل کي د استادانو پر مکلفیتونو، حاضريو او نویو محصلانو ته د انګیزې ورکولو په اړه وینا وکړه.
ورپسي په غونډه کي د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست د پوهنتون پر ستراتیژیک پلان او د پوهنځیو علمي مرستیالانو پر ټاکلو بحث وکړ.
وروسته د تضمین کیفیت آمر، د ۱۴۰۳ کال د پي پي ار دوره یي ارزوني بورډ د تائيد، د ۱۴۰۳ کال د عمومي کمېټو د نوي لیست د تائید، د ۱۴۰۲ کال د اې پي ایم کلنۍ ارزوني د راپور تائید په اړه خبري وکړې.
دغه راز د مجلې آمر د مجلو د کتنپلاوو پر امتیازاتو، د وترنرۍ پوهنځۍ رئیس د یادي پوهنځۍ لپاره د کلنیک د جوړېدو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
په ورته وخت کي د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مف؛/تي صدیق الله همت د زده کړيالانو پر پېژند کارټونو، د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د محصلینو د لیلیې اړوند پر یو شمېر مواردو خبري وکړې.
د ناستي په وروستیو کي پر ګڼو نورو متفرقه موضوعاتو خبري اتري وسوې او غونډه د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.