په هلمند پوهنتون کي د یو شمېر دیني مدارسو استادانو ته د څېړني مېتودولوژۍ څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد 

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۵۰

نېټه: ۲۶/۸/۱۴۴۶ هـق کال

په هلمند پوهنتون کي د دیني مدارسو استادانو ته په حنفي فقهي کي د څېړني میتودولوژۍ څلور ورځنی سیمنار پای ته ورسېد. دغه سیمنار چي د یاد پوهنتون د مسلکي پرمختیا آمریت د غونډو په مرکز کي ترتیب سوی وو، په کښې د هلمند ولایت د یو شمېر دیني مدارسو څخه لسګونو استادانو ګډون درلود. 

د سمینار استادان د مسلکي پرمختیا آمر مولوي عبدالحمید هلمندی او د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور مولوي نقیب الله ثاقب وو، چي دواړو د څېړنیزو مېتودونو پر پېژندني، اساسي اصولو او مرحلو سربېره په حنفي فقه کي د څېړني پر ارزښت، مېتودولوژۍ او تطبیق هر اړخیز بحثونه وکړل او دغه راز  یې د فقهي شخصیت ، د فقهي جزئې ، د قلمي اثارو او   پر فقهي موضوعاتو د څېړنیزو مېتودونو د اصولو او مرحلو تطبیق په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل.

باید وویل سي، چي دا لومړی ځل دی چي هلمند پوهنتون د څېړني په برخه کي د دیني مدارسو و منسوبینو ته علمي سمینارونه وړاندي کوي، د هلمند پوهنتون رهبري عزم لري چي د ورته سمینارونو لړۍ د هلمند تر ټولو مدارسو پوري و غځوي، چي په وینا یې د دا ډول روزنیزو سمینارونو دوام به د دیني مدارسو استادان د عصري څېړنیزو معیارونو سره بشپړ اشنا کړي، چي له مخي به یې د همدې اصولو او معیارونو  په رڼا کي د اسلامي علومو پراختیا ته وده ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۱
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۶:۴۴
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS