.په هلمند پوهنتون کي د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر أمیر المؤمنین حفظه الله د صادر سوي فرمان پر تطبیق مشورتي غونډه وسوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۴۲
فرمان

 

نن پنجشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عاليقدر أمیر المؤمنین شیخ الحدیث و القرآن مولوي هبة الله آخندزاده  "حفظه الله و رعاه" د صادر سوي فرمان د تطبیق په موخه مشورتي غونډه ترسره سوه.

په دې غونډه کي د هلمند والي، د  هلمند پوهنتون رهبری، د مرافعه محکمې رئیس، د پوهني رئیس، د ریاست عمومي لوی رئیس، د فقهي مجالسو مسؤلینو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال، د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو، د دیني مدارسو مسؤلینو او استادانو، د ناحیو وکیل ګذرانو، د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو، محصلینو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.

غونډه د معمول سره سم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر په وینا پیل وکړ، نوموړي د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه لخوا صادر سوي پنځه‌ ماده‌ ییز فرمان په تفصیل سره تشریح کړ. دا فرمان د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدو سره تړلي ناسم رواجونه منع ګرځوي.

ورپسې د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي د فرمان پر اهمیت وغږېدی او ویې ویل، چي د دې فرمان عملي کول په اوسني وخت کي اړین دی. ښاغلي مسلم کندوزي صاحب، اوسني ناوړه رواجونو ته په اشاره و ویل، چي په ټولنه کي خلک د غم او خوشحالۍ په مراسمو کي د زیاتو ناوړه رواجونو ښکار دي او له ګڼو ستونزو سره مخ سوي. د دې فرمان تطبیق  دې ته زمېنه برابروي، چي دا ټولنیزي ستونزي حل کړي.

د پوهني رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د مرافعې محکمې رئیس شیخ الحدیث الحاج مولوي محمد صاحب او د فقهي مجالسو ولایتي مسؤل مولانا عبدالرحمن ایوبي هم غونډي ته ویناوي وکړې. دوی د یاد فرمان پلي کېدل د ټولني یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چي دا ډول لارښووني د علماوو ترمنځ یووالی رامنځته کوي، هیله‌ مندي ژوندۍ کوي او ټولنه د بدعتونو او ناسمو دودونو څخه ژغوري.

په پای کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث حضرت مولانا مفتي محمد شریف‌ الله ابو احمد صاحب افغانان نېکمرغه وګڼل، چي د عالیقدر رهبر تر سپېڅلي مشرۍ لاندي ژوند کوي. هغه د رهبر هغه تاریخي فرمان ته اشاره وکړه، چي د یوې سختي دورې پر مهال صادر سو او له مقابل لوري سره یې د عفوي لاره غوره کړه، چي دې کار یو اوږدې دښمنۍ او ناخوالو ته د پای ټکی کښېښود.

ښاغلي ابو احمد داخلي پالیسي د یووالي، ثبات او له اړتیاوو څخه د خلاصون وسیله وبلله. هغه ګډونوالو ته  و ویل، چي د زعیم امیر د فرمانونو تطبیق ته باید زمينه برابره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چي بدلون باید له فردي سطحي پیل سي.

هغه و ویل: د عالیقدر لخوا رد سوي دا کوچني او ظاهراً ساده رواجونه، حقیقت کي د لویو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ريښې دي، که چیري دې برخو ته جدي پاملرنه وسي، عامه پوهاوی ترسره سي، مبلغین او رسنۍ دې برخي ته پام وکړي، نو دا به موجوده ټولنیزي  ستونزي حل کړي.

غونډه د فقهي مجالسو مرکزي معاون شیخ الحدیث مولوي محمد صادق صاحب په دعائیه وینا سره پایته و رسېدل.

تازه خبرونه

سه شنبه, اکتوبر 06 2026 4:29 PM
Background image

د اووه میليونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کي درې پوړیزه ودانۍ جوړیږي

هلمند پوهنتون کي د ریاست مقام دفتر ، مېلمستون او د رسمي جلسو د تالار په ګډون د درې پوړیزي ودانۍ د جوړولو چاري نن پیل سوې، چي یاده ودانۍ به په (۳۵۰ ) متره مربع ځمکه کي د څه کم اووه. . .

چهارشنبه, سپتمبر 30 2026 12:01 PM
Background image

د هلمند علمي او څېړنیزي مجلې د پنځم کال لومړۍ ګڼه د لوستونکو لاسرسي ته وړاندي سوه.

د هلمند پوهنتون د ساینسي علومو علمي او څېړنیزه مجله  د پنځم کال لومړۍ ګڼه خپره سوه.

دا مجله د ساینسي علومو په برخه کي د علمي او څېړنیزو اثارو د خپرولو لپاره فعالیت کوي. د مجلې په دې. . .

سه شنبه, سپتمبر 29 2026 4:44 PM
Background image

د هلمند والي د هلمند پوهنتون له علمي او اداري برخو لیدنه وکړه

د هلمند والي محترم مولوي امان ‌الدین منصور صاحب، د هلمند پوهنتون له علمي، تدریسي او اداري برخو څخه لیدنه وکړه او د دې لیدني پر مهال د پوهنتون له لوري د لښکرګاه ښار د ناپاکو اوبو د. . .

BACK TO NEWS