.د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
ورکشاپ

د هلمند پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له لوري د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني اړوند درې ورځنی ورکشاپ د دې پوهنتون په د غونډو په تالار کي پیل سو.

په ورکشاپ کي د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسان، د څانګو آمرین او نور علمي غړي ګډون لري.

یاد ورکشاپ د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي تصویب سویو ۱۱ معیارونو پر تشریح تمرکز لري، چي وړاندي کوونکی یې د دې پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر پوهنیار جاهد احمد درانی دی. نوموړي د پيل په وینا کي د پخوانیو او نویو معیارونو تر منځ توپیرونه روښانه کړل او د نوو معیارونو اهمیت یې په بنسټیز ډول تشریح کړ.

ددې ورکشاپ موخه دا ده، چي د پوهنتون اداري او علمي غړي د کیفیت د تضمین په نويو میتودونو وپوهېږي او دا معیارونه په خپلو واحدونو کي تطبیق کړي.

په دې  ورکشاپ کي به ګډونوال د دغو معیارونو د پلي کولو عملي لاري چاري وپېژني، د هر معیار لپاره اړین اسناد او شواهد وپیژني او دا زده کړي به خپلو پوهنځیو او څانګو ته ولېږدوي.

باید یادونه وسي، چي دا ورکشاپ به د دریو ورځو په اوږدو کي د عملي تمرینونو، بحثونو او د نظرونو د تبادلې له لاري دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

سه شنبه, نوومبر 11 2025 3:43 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون په مسجد کي استاد او د محصیل علمي هڅونه پر موضوع دیني سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استاد او د محصیل علمي هڅونه تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو. چي د وړاندي کولو پر مهال د پوهنتون ګڼ شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۴۶
Background image

.د هلمند پوهنتون د رئيس په مشرۍ مشورتي بورډ پرانيستل سو

د هلمند پوهنتون د ریاست مقام په انګړ کي د هلمند پوهنتون د رئيس محترم شيخ الحديث مفتي محمد شريف اللّٰه ابو احمد صاحب  په مشرۍ نوی مشورتي بورډ لمړنۍ ناسته، ددې پوهنتون د استادانو په ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

.هلمند پوهنتون کي  د فکري روزني سیالۍ د ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه

 

نن د هلمند پوهنتون د ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کي د فکري روزني سیالۍ ستاینغونډه، ددې پوهنتون،  د الرباط فکري او فرهنګي ادارې، د اطلاعاتو او کلتور او پوهني ریاستونو په. . .

BACK TO NEWS