.په هلمند پوهنتون کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري ستر علمي او فکري سمینار ترسره سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۳
سمینار

په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته یو ستر علمي او فکري سمینار ترسره سو، چي موخه یې د محصلانو د فکري پوهاوي پیاوړتیا، د معاصري ټولني د مهمو دیني او سیاسي موضوعاتو تشریح او د محصلانو ذهني روزنه وه.

 

یاد سمینار چي څلو ورځي به دوام وکړي او د پوهنتون ټول محصلین به په نوبتي شکل ورڅخه برخمن سي، په لومړۍ ورځ پکښې د ښووني او روزني، انجنیري او شرعیاتو پوهنځیو سلګونه محصلانو ګډون کړی و.

 

سمینار د معمول سره سم د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سو.

وروسته شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالحمید صاحب د "احزابو پېژندنه او د هغوی نقصانات" تر عنوان لاندي وینا وکړه. نوموړي د بېلابېلو فکري او سیاسي ډلو تعریف وړاندي کړ او ویې ویل چي د اسلامي امت ترمنځ بې‌ ځایه حزبي تعصبونه د تفرقې، اختلاف او کمزورۍ لامل ګرځي.

هغه پر دې ټینګار وکړ چي اسلامي وحدت، اخلاص او د دین پر اساسي اصولو راټولېدل د امت د بریا یوازینۍ لار ده.

ورپسې شیخ الحدیث و التفسیر مولوي محب الله صاحب د "په اسلام کي د شرعي امیر د ټاکلو طریقې، د خلکو مسؤلیت او د اسلامي او جمهوري نظامونو تعریف او توپیرونه" په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي څرګنده کړه چي په اسلام کي د امیر ټاکل یو شرعي اصل دی، چي د اهل حل او عقد له لاري تر سره کیږي او پر خلکو لازمه ده چي د شرعي قیادت اطاعت وکړي.

نوموړي همداراز د اسلامي نظام بنسټیز اصول تشریح کړل او ویې ویل، چي اسلامي نظام د وحي پر اساس ولاړ دی، حال دا چي جمهوري نظامونه د بشري نظریاتو محصول دي.

په همدې لړ کي شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالرحمن صاحب د "د الله تعالی پر ځمکه د الهي احکامو د تنفیذ اهمیت" تر عنوان لاندي وینا وکړه. نوموړي وویل چي د الهي احکامو عملي کېدل د ټولني د عدل، امنیت او فلاح ضمانت کوي. هغه زیاته کړه چي هر مسلمان مسؤلیت لري تر څو د الله تعالی د شریعت د حاکمیت لپاره کار وکړي او په خپل ژوند کي یې عملي کړي.

وروسته شیخ الحدیث و التفسیر مولوي محمد ولي صاحب د "امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت او په اسلام کي د مخدره توکو د استعمال نقصانات" تر عوان لاندي وینا وکړه.

نوموړي امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مسلمانانو د غوره والي معیار و باله او زیاته یې کړه، چي د بدیو منعه او پر نېکیو امر کول د هر مسلمان وظیفه ده.

هغه همداراز مخدره توکي یو مهلک او حرام توکي یاد کړه، چي د انسان د فزیکي ضعف سره سره، دیني او معنوي ضعف هم ورسره یو ځای وي.

د سمینار په وروستۍ برخه کي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د "تقلید پېژندنه، د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب ترجیح او په اسلام کي د ږیري اهمیت" په اړه تفصیلي وینا وکړه.

نوموړي تقلید د عامو خلکو لپاره یو شرعي ضرورت و باله او د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب علمي بنسټونه او امتیازات یې بیان کړل. هغه همداراز د ږیري د اهمیت په اړه وویل چي ږیره د اسلامي هویت څرګند نښه ده او ساتل یې د سنتو د جملې څخه دي.

یاد سمینار د محصلانو له تود هرکلي او پوره توجه سره پای ته ورسېد او ګډونوالو دا ډول علمي پروګرامونه د فکري اصلاح، دیني پوهاوي او ټولنیز شعور د لوړولو لپاره ډېر ارزښتناک وبلل.

د یادوني وړده چي پر یادو موضوعاتو به راتلونکو ورځو کي هم په بېلا بېلو وختونو کي د هلمند پوهنتون د پاته پوهنځیو محصلینو ته علمي سمینارونه تر سره سي.

سمینار په دعائیه وینا سره پای ته و رسېدی.

تازه خبرونه

سه شنبه, دسمبر 23 2025 3:19 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.

نن  د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد شریف کي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون همکارانو ته د "ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندي یو مهم او اصلاحي. . .

سه شنبه, دسمبر 23 2025 3:09 PM
Background image

هلمند پوهنتون د ټولني د ورګډېدو تر شعار لاندي د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړ.

هلمند پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت او د یاد پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ، د «ټولني ته د ورګډېدو» تر شعار لاندي د عامه پوهاوي یو پراخ پروګرام پیل کړ، چي موخه یې د پوهنتون او ټولني ترمنځ د. . .

یکشنبه, دسمبر 21 2025 2:37 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون دنړیوال ژورنال لومړی ازمايښتي ګڼه پر لیکه سوه

د هلمند پوهنتون د علمي څېړنو آمریت او مجلې آمریت په نوښت او هلو ځلو د هلمند پوهنتون لپاره د ساینسي علومو په برخه کي (HELMAND ACADEMIC AND RESEARCH INTERNATIONAL JOURNAL) د نړیوال ژورنال. . .

BACK TO NEWS