د اسلامي ثقافت څانګي

 

 د اسلامي ثقافت څانګي لنډه تاریخچه

د اسلامي ثقافت څانګه د هلمند پوهنتون شرعیاتو پوهنځی په دوهم تشکیل کښي چي  (۱۴۰۱ هـ ش) کال کې منظور سوې او په همدی کال کښې یې په رسمي ډول خپلي اداري، علمي او اکاډمیکي چاري په فعالیدو سره را پیل کړي دي، د اسلامي ثقافت څانګی تدریسي چاري په (۱۴۰۱/۱۲/۱۵هـ ش)نېټه پيل سوي دي، او د هلمندپوهنتون په شپږوپوهنځیوکي داسلامي ثقافت بیل بیل مضمونونه تدریسیږي.

د اسلامي ثقافت څانګه اوس مهال شپاړس (۱۶) تنه رسمي استادان او دشپږوپوهنځیوپه شلو(۲۰)څانګوکي تدریسۍ چاري اودظرقیت لوړوني لنډمهاله کورسونه مخته وړي.

اسلامي ثقافت څانګه د تاسيس له وخته تر اوسه د شرعیاتو پوهنځی د نورو څانګو په څيـر د پـوره شـفافيت او لوړ کيفيت لرونکي ده او په ښه ډول يـې ټوله اکاډمیکي چاري مخته ځي.

 

لرلید او ماموریت، موخي او ارزښتونه

(vision) لرلید

داسلامي ثقافت څانګه دټول هیواد اوسیمي په کچه یوه داسي څانګه ده چي دهرمسلک دزده کړي ترڅنګ به دزده کړیالانوپه انفرادي اواجتماعي چاروکي داسي بدلون راولي چي دژوندون ټولي دیني اودنیوي چاري به یي داسلامي شریعت دښودل شوي اصولوسره مطابق رواني وي.

 

(Mission) رسالت 

داسلامي ثقافت څانګه دټاکل شوي اهدافوپه رڼاکي هڅه کوي ترڅود خپلي ټولني لپاره داسي مسلکي اشخاص وروزي چي دمسلک ترڅنګ دتقوی اودیانت په ګاڼه هم سمبال وي.

 

          (Goals) موخي 

 ۱)    دباکیفیته اومعیاري تدریسي چاپریال لپاره هڅه اوکوشش کول.

۲)   دوخت اوټولني داصلاح په نظرکي نیولوسره سم داسلام دمبارک دین اولارښوونومطابق عالي نصاب درلودل.

۳)   داسلامي اوافغاني ټولني په مینه اوهمدردۍ سمبال داسي محصلان روزل چي تل دخپل دین،هیواد،اواسلامي ټولني دخدمت،پرمختګ اوآبادۍ فکرولري.

۴)  دژبني،سمتي،فرقوي،مذهبي تعصب نه خلاص دسوچه اوخالص حنفي مذهب په رڼاکي دخپل دیني اواسلامي کلتورڅخه دفاع کول.

۵)  دژوندپه ټولوچاروکي دقرآني،نبوي اواسلامي لارښوونواواساساتوپیژندل.

۶)  دخپل اسلافودعقیدي،اخلاقو،سیاست،اودخپل اولس اواسلامي ټولني ته یي دخدمتونواودغیراسلامي ټولنواوکفري نړی سره یي تعامل مطالعه کول.

۷)  په مجموع کي په ټولودیني،عقیدوي،سیاسي،اخلاقي،اجتماعي ارزښتونه اومقدسات کوم چي دقرآني ارشاداتو،نبوي احادیثواواسلافوڅخه راپاته دي محصلانواوټولني ته دترویج اوعملي کیدلولپاره وړاندي کول.

 

پورته ترتیب سوي موخي،رسالت اولرلید داسلامي ثقافت څانګي په (     )ګڼه پروتوکول او   /    / ۱۴۴۶هـ ق نیټه غونډه کي ثبت اوراجستردی.

اودپوهنځۍ دعلمي شوری په (   ۱۸   ) ګڼه پروتوکول او  ۱۳ /  ۹   /۱۴۴۶هـ ق نیټه کي مطرح اودرایوپه یوالي سره تائیدسو.

    

 

د اسلامي ثقافت څانګي تشکیلاتي چارت