د هلمند پوهنتون د محصلانو د نماینده ګانو سره غونډه ترسره سول

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۳۲
image
د هلمند پوهنتون د محصلانو د نماینده ګانو سره غونډه ترسره سول
نېټه : ۱۴۴۵/۱/۲۱
ورځ: سه شنبه
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت راپیل چي وروسته د ۱۴۰۱ هـ ل زده کړه ییز کال د فارغانو لپاره د فراغت غونډي پروګرام جوړولو باندي بحث وسو او د محصلانو استازو ته د همکارۍ او همغږۍ دنده ور وسپارل سوه او غوښتنه ورڅخه وسوه چي هغه فارغیدونکي محصلان چي تر اوسه یې خپل اړین اسناد ندي چمتو کړي باید هرڅومره ژر چي وي هغه بشپړ ترڅو دفراغت د اسنادو چاره یې پر وخت بشپړه سي.
د فارغانو چارو کمیټې ته د پروګرام د لازمو تدابیرو او ترتیباتو نیولو دنده ور وسپارل سوه.
د ښاغلي علمي مرستیال او اداري مرستیال دواړو له لوري ټینګار وسو چي د ۱۴۰۲ کال سمسترونه چي نور به په نورمال ډول (غیر تشدیدي )بڼه سره پیل او پای ته رسیږي محصلان باید د خپلو استازو له لوري خبر کړل سي چي پر ټاکلي وخت ټولګیو ته حاضر سي.
په پای کي د یو شمیرنماینده ګانو وړانیزونه هم واوریدل سول او د پوهنتون د لوري ورته د هغوی د ترسره کولو او حل ډاډ ورکړل سو.
غونډه دعا په ویلو سره پای ته ورسیده .
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS