هلمند پوهنتون کي د لیسانس دورې څخه د ۳۸۰ تنه زده کړیالانو فراغتغونډه ترسره سوه!

helu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۰:۴۳
image
هلمند پوهنتون کي د لیسانس دورې څخه د ۳۸۰ تنه زده کړیالانو فراغتغونډه ترسره سوه!
نېټه: ۱۴۴۵/۲/۳
ورځ: یک شنبه
یاده فراغتغونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو پیل سوه، په پیل کي د هلمند پوهنتون محترم رئیس الحاج حافظ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ مبارکي وویله او د زده کړیالانو له والدینو څخه یې مننه وکړه چي په هر ډول حالاتو کي یې خپل اولادونه زده کړي ته راستولي نوموړي زیاته کړه: د لوړو زده کړو وزارت کوښښ کوي چي تاسو ته د ماستري او دوکتورا شرایط برابر کړي او همدا راز تاسو ته دا ملک اړتیا لري او تاسو باید خپل استعداد د وطن په جوړولو کي ونه سپموئ، ام....ارت تاسو ته خاص ارزښت درکوي.
نوموړي ژمنه وکړه چي خپله همکاري نه درېغوي او له ام...ارت څخه به د کاري فرصتونو غوښتنه کوي.
نوموړي زده کړیالانو ته په خطاب کي وویل:
تاسو ته پکار ده چي خپل اسلامي ارزښتونو ته متوجه سئ او له ملت سره رښتینې ژمنتیا وښایاست.
ورپسې د هلمند ولایت والي او په کندهار کي د عمري قطعې قومندان الحاج مولوي عبدالاحد (ط..الــب مولوي صاحب) وویل: مطلق علم تر جهل غوره دی او په شریعت د علم د زیادت امر سوی دی او له علم سره د نیت اصلاح اړینه ده او په هر نېک کار کي باید د الله تعالی رضا او خالص نیت ضروري و بولو.
ده همدا ډول ټولو زده کړیالانو ته مبارکي وویله او له ټولو زده کړیالانو څخه یې غوښتنه وکړه چي د خپل مهارت څخه سالمه استفاده وکړي او له خپل ملت سره په خپله برخه کي د ستونزو په حلولو کي مرسته وکړي.
ښاغلي والي صاحب په خپلو خبرو کي وویل: په تېر څلویښت کلونو کي افغانان له جنګ څخه نه دي خلاص سوي خو بیا هم افغانانو علم نه دی پرې ایښی.
نوموړي له فارغه زده کړیالانو څخه غوښتنه وکړه چي د دندو په موندلو کي به چانسونه ورته برابروي. ده همدا ډول له
ټولو زده کړیالانو څخه په ټینګه غوښتنه وکړه چي خارجي مبتذل او فتنه ګرو افکارو ته په خپلو ذهنونو کي هیڅ ځای ورنه کړي او په مقابل کي یې باید د خپل نظام سره همکاري وکړي.
د ویناوو په نوبت سره د اشرفیې مدرسې مشر فقیه العصر فرید الدهر شیخ الحدیث والتفسیر الحاج مفتي شریف الله صاحب وینا وکړه، په سر کي یې ټولو زده کړیالانو ته مبارکي وویله، همدا راز یې څرګنده کړه چي، نن باید دعا وکړو چي د ملت او ولس یو ستر او دروند مسؤلیت درپه غاړه سو.
نوموړي زیاته کړه:
هغه ملتونه برباد سوي چي تر ملت یې شخصیت ته لومړیتوب ورکړی او چا چي تر شخصیت ملت ته لومړیتوب ورکړی هغه ملت خپل ملک ابادۍ ته رسولی او په پښو درېدلي.
تاسو د یو مسؤلیت سره ملت ته وړاندي سوئ او له خپلو مشرانو دعا وغواړئ تر څو په خپلو اهدافو کي بریالي سئ.
نوموړي همدا راز وویل:
لکه څنګه چي هلمند په مبـــارزه کي مخکښ و اوس د علمیت په ډګر کي هم وځلېد او ټول ملت او په تېره بیا هلمندي ولس ته دي مبارک وي. نوموړي زیاته کړه:
نظام جوړونه او ملت جوړونه زموږ او ستاسو سپېڅلې دنده ده او اوسنی نظام ددې ولس د پرمختګ او خیر غوښتونکی دی
د نظام جوړوني لومړی مسؤلیت اوسني نظام ادا کړی او موږ او تاسوته ددې نظام ملاتړ په ټینګه پکار دی.
دا د علماوو مسؤلیت دی چي د فکري انحراف په مقابل کي خپل ږغ پورته کړي او له ضرر یې خلک خبر کړي له علماوو وروسته بیا د نظام مسؤلیت دی چي په فزیکي برخورد یي مخه ونیسي.
نومړي د پوهنتون او مدرسې په یووالي او اتفاق هم ټینګار وکړ او ویې ویل:
د پوهنتون او مدرسې، عصري او دیني تعلیم واټن چي یو پردی فکر دی باید لیري سي او په ګډه باید دا ستونزه حل کړو.
د یادو مراسمو په دوهمه مرحله کي فارغه زده کړیالانو ته ددوی د سندونو د وېش لړۍ پیل سوه چي د هلمند پوهنتون د مسوؤلینو، استادانو او ځانګړو مېلمنو په لاس یادو زده کړیالانو ته سندونه ورکړل سول.
یاده فراغتغونډه په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېده.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۸:۳۴
Background image

په هلمند پوهنتون کي د زرګونو علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني ازموینه ترسره سوه!

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۱۰/۱۱
 هلمند پوهنتون  نن د علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني په پار زرګونو علماءو د ازمویني کوربه و، چي د یادي ازمویني په افتتاحیه مراسمو کي د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۳
Background image

اطلاعه تبدلیي محصلان از روزانه به شبانه

همانطوریکه در جریان هستید، بر اساس تصمیم شورای وزارت تحصیلات عالی، تبدیلدی محصلان از پوهنتون های روزانه به شبانه تا اطلاع ثانوی متوقف شده بود،
بر اساس دستور جدید وزارت محترم تحصیلات. . .
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .

BACK TO NEWS