د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ بېلابېلې پروژې پرانیستې.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۲:۳۱
پرانست غونډه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پداسې حال کې چې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندزي او د هلمند پوهنتون مشرتابه پلاوي شيخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني، ډاکټر سمیع الله سعید او  محمد نعیم دوست یې ملتیا  کوله، د یاد پوهنتون ۱۰ پروژې  چي ۳  یې ګټي اخیستني  ته وسپارل سوې او د ۷  نورو پروژو پرانستنه وسول.

د هلمند پوهنتون مالي او اداري معاوین ډاکټر سمیع الله سعید په یو ځانګړي مرکه کي وویل،یادي پروژوې د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت دي، چي په بشپړېدو سره به د هلمند پوهنتون محصلين  د خپلو څېړنیزو پروژو او مطالعو لپاره معياري کتابتون او کمپیوټر لیب ولري. سعيد وویل،  په نوموړو پروژو کي لابراتواري تجهیزات، سولري برېښنا، دفتري اجناس، د ساختمانون ترمیم، سرسبزي، د څېړنیز مرکز تجهيز،  حفظ او مراقبت او د سړکونو هواري کاري، د پیاده روونو او ګلدانونو جوړول  شامل دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په یادو مراسمو کي نوموړي پروژې مهمي وبللې او دغه راز یې د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړ.

شنبه

۱۴۴۵/۷/۲۲ هـ ق        ۱۴۰۲/۱۱/۱۴       هـ ش۳/۲/۲۰۲۴ م

د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS