د سلګونو زده کړیالانو څخه د ژبو د زده کړي کورس لپاره ازموینه واخیستل سوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۴:۲
د ژبي کورس

 

نن پنج شنبه دهلمند پوهنتون له لوري د سلګونو هغو محصیلنو  څخه ازموینه واخیستل سوه، چي د ژبو د زده کړي په کورس کي یې نوملیکنه کړې وه.

د ژبو د زد ه کړي لنډ مهاله کورسونه چي څو ورځي وړاندي یې د هلمند پوهنتون د رهبرۍ له لوري  پرانستنه وسول، نن په څلورو (پښتو، دري، عربي او انګلیسي ) برخو کي له زده کړیالانو څخه  د محصلانو چارو او علمي معاوینتونو په ګډي همکارۍ ازموینه واخیستل سوه. چي بریالي محصلینو ته به د یادو څانګو  په ګڼو ټولګيو کي کورسونه پيل سي.

د یادولو وړ ده، چي دا کورسونه د هلمند پوهنتون د زده کړیالانو لپاره دي او تر بریالیتوب او پای ته رسېدو وروسته به د لوړو زده کړو وزارت له لوري د فراغت یو کلن تصدیق او سند ورکړل سي.

 

نېټه: ۱۴۴۵/۱۱/۸ ه.ق 

د عامه پوهاوي او نشراتو لوى مديريت

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS