هلمند پوهنتون کي د ۱۴۰۳ کال کانکور ازمویني د څرنګوالي په اړه سمینار وړاندي سو
نن یکشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د ۱۴۰۳ کال کانکور ازمویني لپاره د زده کوونکو د چمتوالي سمینار وړاندي سو.
یاد سمینار د هلمند پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست له لوري وړاندي سو، چي په کښې د یاد پوهنتون استادانو او کارمندانو ګډون درلود.
د سمینار په لړ کي د کانکور د ازمویني په اړه تخنیکي معلومات، د کانکور د ورځي لازم مواد او د پوهنځي د انتخاب لپاره لازمي لارښووني د نوموړي پوهنتون د ازمويني د کميټې غړو ته وړاندي سول.
دیادولو وړ ده، چي د ۱۴۰۳ لمریز کال کانکور ازموینه د رواني اوونۍ په ورستیو کي ده، چي تر ازمویني مخکي به ګډونوالو زده کوونکو ته د یادي کمیټي له لوري د ازمویني د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي سي.