د ادارې او مدیریت درې ورځنی ورکشاپ پيل سو
نېټه: ۱۴۴۵/۱/۱۷ ه.ق
د هلمند پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د هلمند، سیندیزي حوزې لوی ریاست او فرعي حوزې ریاست اداري کارمندانو ته د اداري او مدیریت اړوند د وړتیا لوړني درې ورځنی ورکشاپ پیل سو.
د ادارې او مدیریت بسنټونه، پلان جوړونه او د وخت مدیریت د ورکشاپ مرکزي مطالب دي، چي د هلمند پوهنتون د استادانو له لوري به د دریو ورځو په لړ کي وړاندي سي.
هیره دي نه وي، چي هلمند پوهنتون د اکاډمیکو همکاریو او وړتیا لوړوني هوکړه لیکونه، د ګڼو ادارو سره لاسلیک کړي، چي پر بنسټ به یې، یادو ادارو ته د ورکشاپونو دا لړۍ دوام پیدا کړي.