هلمند پوهنتون کي د کمپیوټري مهاروتونو د لوړاوي لنډ مهاله کورس پيل سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۴:۲
د ظرفيت لوړوني کورس

نېټه: ۱۴۴۶/۱/۱۸ ه.ق

نن چهارشنبه هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز خوني کي يو شمير استادانو ته د کمپيوټري مهارتونو د لوړاوي ۱۵ ورځنی کورس پیل سو.

د کورس ګډونوالو د همدې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادان وه، چي د پیل غونډه کي یې د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست په  پرمختللې نړۍ کي د ساینس او ټيکنالوژۍ وروستیو بدلونونو ته په اشاره ګډونوال وهڅول، چي خپل کمپیوټري مهارتونه لوړ کړي.

وروسته د زراعت پوهنځي د تدریسي مدیر غلام حسین خپلواک لخوا د کمپیوټري مهارتونو د لوړاوي کورس پیل سو، چي په دې لړ کي به په کمپیوټري نړۍ کي وروستي بدلونونه، په اداره کي کارېدونکي پروګرامونو اسانه کارونه او همدا راز په ورځنیو چارو او کارونو کي د یو شمېر اړین کاریالونه؛ ګډونوالو ته معرفي او په تطبیقي ډول به ور وښودل سي.

باید وویل سي، چي د استادانو او کارمندانو ظرفیت لوړونه يو دوامداره پروسه ده او هلمند پوهنتون یې په اړه د پلان سر سم کورسونه او ورکشاپونه راپیل کړي دي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS