جديدالتقرر کارمندانو ته د اداري مراسلاتو د پيژندني روزنيز سمينار وړاندي سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۳۹
سمینار

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د هلمند پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اړوند بشري سرچینو آمریت د پلان په اساس د هلمند اداري اصلاحاتو رياست د استازي له لوري د اداري مراسلاتو د پېژندني سمينار د پوهنتون کارمندانو ته وړاندي سو.

 د هلمند  اداري اصلاحاتو رياست استازي دين محمد  رحيمي د هلمند پوهنتون جديدالتقرر کارمندانو ته د اداري مراسلاتو د پيژندني، معياري کولو، د ښو اړيکو ټينګولو، د ليکنيزو مهارتونو او د نښه ايښودني قواعدو په اړه علمي او تشريحي سمينار وړاندي کړ.

دغه راز د سمينار په بهير سوال او ځواب هم ترسره سو او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل سول.

بايد وويل سي، چي هلمند پوهنتون  د ګڼو رياستونو سره  د ګډو همکاريو دوه اړخيزه هوکړه ليکونه لاس ليک کړي، تر څو  په شريکه توګه د مشترکو سرچينو څخه د وړتيا لوړوني او تجربو شريکولو په برخه کي متقابله همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS