.په هلمند پوهنتون کي "د استاد مسؤولیتونه د ټولني په وړاندي" تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۶:۱۲
سمینار

نېټه: ۲۴/۵/۱۴۴۶ ه.ق

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کښي "د استاد مسؤلیتونه د ټولني په وړاندي" تر عنوان لاندي یو اصلاحي سمینار د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته وړاندي سو
.

د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د استادانو د مسؤلیتونو په اړه تفصیلي خبري وکړې. نوموړي وویل، چي استادان یوازي د پوهي په انتقال کي مسؤلیت نه لري، بلکه د کورنۍ او ټولني د اسلامي، اخلاقي، کلتوري او ټولنیز بدلون او پرمختګ کي هم مهم رول لري.

ښاغلي ذاکر وویل، مسؤلیت هغه ستره دنده ده، چي یو فرد یې په ټولنه کي د خپل مقام او دندي په اساس لري. هغه د استادانو مسؤلیتونو ته په اشاره  وویل، چي استادان باید د ټولني په برخه کي خپل ځانګړی رول اداء کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي هر استاد باید د ټولني د ناوړه رواجونو د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار سي او خپله پوهه او مسلکي مشورې دي د نورو سره شريکي کړي، ترڅو د ټولني د علم او شعور په برخه کي بدلون رامنځته سي.

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS