.د هلمند پوهنتون کارمندانو ته د اسلامي ادارې او مدیریت په اړه درې ورځنى روزنیز سمینار پیل سو

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۴:۱۲

 

نېټه: ۲۷/۶/۱۴۴۶ هـ.ق

نن یکشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د هلمند اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په ملاتړ  د دې پوهنتون کارمندانو ته د اسلامي اداري او مدیریت، پلان جوړوني، د وخت مدیریت، نظارت او مراقبت په اړه درې ورځنی روزنیز سمینار پیل سو.

دا سمینار د پوهنتون د اداري چارو د ښه والي او په اسلامي روحیه د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه پیل سوی، چي  د سمینار په پرانیست غونډه کي  د هلمند اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر ښاغلي الحاج مولوی اغاصاحب وینا وکړه.

هغه په خپلو خبرو کي د دا ډول روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت سربیره یو لړ اسلامي لارښووني هم وکړې، نوموړي وویل، د علم او مسلک ترڅنګ د تقوا او امانتدارۍ په شتون کي خدمت ترسره کېدای سي. هغه له ګډونوالو غوښتنه وکړل، چي په چارو کي آمین او اخلاصمند و اوسي.

ورپسې ددې  پوهنتون د اسلامي ثقافت څانګي استاد نامزد پوهنیار الحاج مولوي عتیق الله همایون صاحب سمینار  را پیل کړ، چي د اسلامي ادارې او مدیریت پر پیژندنه، په اسلامي دورو کي د ادارې او مدیریت  ډول او د هغه پر ځانګړتیاوو یې ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.  

باید وویل سي، چي یاد سمینار به د راتلونکو دوو ورځو لپاره نور  هم دوام ولري، چي د اسلام په رڼا کي به  پر پلان جوړونه، د وخت مدیریت، نظارت او مراقبت په اړه علمي او عملي معلومات ګډونوالو ته وړاندي سي.

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS