.هلمند پوهنتون کي لید د ټولنیزو علومو علمي مجلې د مخکتني غونډه ترسره سوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۴:۱۷
لید

نېټه: ۷/۸/۱۴۴۶ ه.ق کال

نن  پنجشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کښي لید د ټولنیزو علومو علمي مجلې د مخکتني غونډه ترسره سوه. یاده مجله چي یوه میاشت مخکي چاپ سوې ده، د علمي څېړنو د ودي او پراختیا لپاره د دې پوهنتون یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي.

په دې غونډه کي د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله صاحب، مسؤلینو، منسوبینو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د غونډې د پیل وینا د یادي علمي مجلې آمر ښاغلي دوکتور نور احمد ایمل وکړه. هغه د مجلې د چاپ، د هیواد بېلابېلو برخو ته د وېش او نورو اړوندو چارو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. نوموړي د علمي مجلو د کیفیت د لا لوړولو لپاره  له استادانو او څېړونکو د مشورو او سپارښتنو شریکولو غوښتنه وکړل.

ورپسې د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست، د لید مجلې د آمریت او شاملو خواوو د هڅو ستاینه وکړه. نوموړي له څېړونکو وغوښتل چي په خپلو څېړنیزو فعالیتونو  کي لومړیتوب دي د سیمي او هیواد مهمو ټولنیزو ستونزو ته ورکړي او د هغو د حل لپاره دي علمي او تحلیلي مقالې چمتو کړي.

دغونډي په منځنۍ برخه کي د علمي بورډ له خوا د مجلې د منځپانګي، جوړښت او کیفیت د لا ښه والي لپاره یو شمېر ارزښتناکي سپارښتني او مشورې وړاندي سوې.

د غونډي په وروستي بهیر کي د هلمند پوهنتون رئیس د یاد آمریت او ملګري ټیم هلي ځلي د ستایني وړ وبللې.

نوموړي د دوی د مسؤلیتونو په توګه څرګنده کړه، چي څېړنیز فعالیتونه د ټولني د پرمختګ، ودي او پراختیا لپاره  ارزښتمند او د ملي فکر له مخي ورته بشپړه  پاملرنه کول د دې ټولني اړتیا ده.  هغه په تحقیقاتي برخو کي د یاد آمریت سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ وړاندي کړ.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS