.په هلمند پوهنتون کي د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د لابراتواري تجربو لړۍ پیل سوه

helmand@123
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۴۳
لابراتوارونه

هلمند پوهنتون د معارف ریاست سره د  دوامداره همکاریو په لړ کي د دوی اړوند د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د لابراتواري تجربو سلسله پیل کړه.

په دې لړۍ کي به سلګونو زده کوونکو  ته دا فرصت برابر سي، چي  د پوهنتون په لابراتوارونو کي عملي تجربې له نږدې وګوري او  د کیمیا، فزیک او بیولوژي په برخو کي بېلابيلي تجربې زده کړي.

د معارف استازي د پوهنتون له دې اقدام خوښي څرګندوي او زیاتوي ، خوښ دي، چي پوهنتون  د تجربو  انتقال ته زمینه برابرې کړې او ددې علمي دوامداره پروګرام له لاري غواړي ښوونځیو ته عملي زده‌کړي ورسوي. دوی وايي، په دې بهیر کي به سلګونه زده کوونکي له نظري زده کړي څخه عملي چارو ته لاره پیدا کړي.

د پوهنتون مسؤلین وايي، دا لړۍ به د ښار ټولو ښوونځیو ته وغځول سياو د پوهنتون استادان به هڅه وکړي زده‌کوونکو ته مهمي او عملي تجربې وړاندي کړي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS