.د هلمند پوهنتون د علمي شورا دوهمه نوبتي غونډه ترسره سوه

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۶:۱۴
علمي شورا

نن د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز د غونډو تالار کښي د دې پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره سوه.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سوه، چي ابتدائیه وینا یې د پوهنتون رئیس ګډونوالو ته وکړل.

ښاغلي ابو احمد صاحب په خپل ارزښتناکه وینا کي ګډونوال د چارو و لا ګړندیتوب، روڼتیا او همږغیتوب ته را وبلل او زیاته یې کړه، چي علمي بنسټونه د یو هیواد راتلونکی او اساس جوړوي، نو په کار ده چي دې علمي کور کي په پوره اخلاص او صداقت داسي اشخاص وروزو، چي په علمي او عقیدوي زېور سمبال او د دین او هیواد د خدمت جوګه و ګرځي.

د غونډي په جریان کي د پوهنتون لپاره د ۱۴۰۴ لمریز کال پنځه کلن ستراتیژیک پلان او تشکیلاتي چارت د ګډونوالو له لوري تائيد سو. په همدې ډول، د پوهنتون د پوهنځیو په چوکاټ کي د نوي پوهنځیو د ایجاد اړوند موضوعاتو باندي هر اړخیز بحث ترسره سو، چي ګډونوالو پرې خپلي ارزښتناکي نظریې شريکي کړې.

د غونډې بله مهمه موضوع په نهرسراج کمپس کي د خاکه ماسټر پلان جوړولو اړوند وه، د دې پلان د عملي کولو لپاره پر اړینو مواردو بحث ترسره سو او د پراختیايي کارونو د ګړندي کولو پر اړتیا ټینګار وسو.

په راتلونکو دریو میاشتو کي د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د روزنیزو پروګرامونو د تطبیق لپاره پلان وړاندي سو.  په ورته وخت کي د اقتصاد او ښووني او روزني پوهنځیو د ستراتیژیکو پلانونو تایید هم ترسره سو.

د غونډي په پای کي پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث وسو، چي د پوهنتون د لا پرمختګ لپاره مهمي پرېکړي په کښې  ونیول سوې.

غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS