د هلمند پوهنتون کارکوونکو د قندهار، زابل او غزني پوهنتونونو څخه علمي لیدني ترسره کړې

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۶:۲۰
علمي سیر

 

د هلمند پوهنتون ۲۵ تنو کادري او اداري کارکوونکو د خپل علمي سفر په لړ کي د قندهار، زابل او غزني پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.

یادو کارکوونکو د دغو پوهنتونونو د رهبرۍ ترڅنګ د بېلابېلو ادارو او څانګو چاري وکتلې، د ترسره سوو فعالیتونو، علمي پلانونو، تحقیقي نوښتونو او اداري پرمختګونو اړوند یې یاداښتونه واخیستل، تر څو ترلاسه سوي تجربې په خپل کاري چاپیریال کي پلي کړي.

په دې سفر کي د علمي او اداري تجربو تر لاسه کولو تر څنګ، د هلمند پوهنتون او یادو پوهنتونونو تر منځ په بېلابېلو علمي برخو کي د همکاریو تړونونه هم لاسلیک سول.

د یادوني وړ ده چي د هلمند پوهنتون دغه ۲۵ کسیزه علمي ډله به د قندهار، زابل او غزني ترڅنګ، په راتلونکو ورځو کي د مرکز کابل او یو شمېر نورو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي، څو خپلي علمي تجربې لا غني کړي او د پوهنتون د پرمختګ په موخه نوي لاري چاري ومومي

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS