.د ستراتیژیک پلان د تطبیق لپاره د کلني پلان جوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۴:۲۳
ورکشاپ

نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمه‌الله د غونډو په تالار کښې،  د ښووني او روزني پوهنځي له لوري، د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ، د ستراتېژیک پلان د تطبیق لپاره د کلني پلان جوړولو په اړه درې ورځنی ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د پوهنتون د بېلابيلو پوهنځیو رئیسانو، آمرینو او استادانو ګډون درلود. ورکشاپ د ښووني او روزني پوهنځي د استاد نوماند پوهنیار ښاغلي نیازمحمد پوپل له لوري پیل سو، نوموړي، ددې ورکشاپ موخي، د ستراتیژیک پلان د مؤثر تطبیق لپاره د کلني پلان د جوړولو، تنظیم او عملي پلي کولو په برخه کي د استادانو مسلکي پوهه او مهارتونه پیاوړي کول  یاد کړل.

ښاغلي استاد، د ورکشاپ په پیل کي وویل، پلان، عمل او نظم د بریالي  ماموریت راز دی او هره اداره، چي دا درې ټکي په عمل کي  ترسره کړي، هغه به حتمي پرمختګ ته ورسېږي.

د ورکشاپ د دریو ورځو په بهیر کي به ګډونوالو ته د ستراتیژیک پلان اړوند مهم مفاهیم او علمي موضوعات تشریح سي.  دغه راز د لیرلید، رسالت او اهدافو ترمنځ اړیکه او د هغوی علمي تعریفونه به ورته روښانه کړل سي.

همدارنګه د ستراتیژیک پلان تعریف، اهمیت او د پوهنتوني نظام په پرمختګ کي یې رول ددې ورکشاپ د بحث مهمه برخه ده او  د ستراتیژۍ د جوړښت او تطبیق لاري، د پلانونو ډولونه، د ستراتیژیک پلان د تطبیق لپاره، د کلني پلان پیژندنه او د اسنادو د مستند کولو پروسه به هم تشریح سي.

په ورکشاپ کي به د عملي تمرینونو له لاري د هدفونو ټاکل، د مهال ‌وېش تنظیم، د دندو وېش او د ارزوني میکانیزمونه روښانه کړل سي، تر څو ګډونوال وکولای سي، د خپلو پوهنځیو د کلنیو پلانونو جوړولو په برخه کي د لا اغېزمنو کړنو وړتیا ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS