.د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د مشرتابه مقام د ۳۳م هدایت تشریح وړاندي سوه

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۲۵
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د مشرتابه مقام د فرمانونو د تشریح په لړ کي د ۳۳م هدایت تفصیلي تشریح ترسره سوه. په دې علمي او دیني غونډه کي د پوهنتون رهبري، د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو امرینو او د بېلابېلو برخو استادانو ګډون کړی و.

دغه سمینار د هلمند پوهنتون د رئیس، الحاج شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په وینا پیل سو.

نوموړي په خپله وینا کي د مشرتابه مقام مهم ۳۳م فرمان تشریح کړ، کوم چي د ۱۴۳۸ هـ ق د رجب په پنځمه نېټه صادر سوی و. په دې فرمان کي ټینګار سوی چي د مقدس جهاد موخه د الله جل جلاله د دین لوړول دي او د دعوت او ارشاد د جلب او جذب کمېسیون دنده لري، چي د امر بالمعروف او نهي عن المنکر بهیر پیاوړی کړي. همدارنګه، یو شمېر ادارو ته په دې برخه کي د لازمي همکارۍ دستور هم ورکړل سوی دی.

محترم ابو احمد صاحب د أمیر د مسؤلیتونو په اړه مفصل بحث وکړ او ویې ویل چي د اسلامي نظام أمیر باید د تقوا، اطاعت او دیندارۍ نمونه وي او داسي فرمانونه صادر کړي چي ملت له فساد، ورانۍ، بداخلاقۍ، تعصب او دیکتاتورۍ څخه وژغوري.

نوموړي امربالمعروف او نهي عن المنکر د ایماني، عقیدوي، مذهبي او بشري مکلفیت په توګه معرفي کړ. هغه د یوې بېلګي په توګه وویل: لکه څرنګه چي انسان د ناروغۍ پر مهال د تداوۍ لپاره روغتون ته ورځي، همداسي ټولنه هم د ناوړه او غیري شرعي اعمالو د پراخېدو پر مهال د اصلاح، دعوت او مخنیوي اړتیا لري، څو د فساد کچه راکمه او ټولنه د سوکالۍ او نېکمرغۍ لوري ته سوق سي.

نوموړي همداراز د قرآن کریم له مبارکو آیتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چي الله تعالی د محمد صلی الله علیه وسلم امت د دې لپاره غوره بللی چي امربالمعروف او نهي عن المنکر ترسره کوي. هغه وړاندي زیاته کړه چي په ټولنه یا کورنۍ کي چي هر ډول منکر او بد عمل ووینو، د اصلاح هڅه یې زموږ ګډ مسؤلیت دی او د دغه فرمان د تطبیق زمینه برابرول د هر فرد دنده ده.

ښاغلي ابو احمد صاحب د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مشهور قول څخه یادونه هم وکړه، چي صحابه کرامو ته یې ویلي وو: که په تاسو کي داسي څوک نه وي چي ما ته د خیر خبره وکړي، نو په تاسو کي خیر نسته او که زما خبره د خیر نه وي، په موږ کي هم خیر نسته.

په پای کي شیخ صاحب وویل، چي امیر، عالم، خطیب او استاد ټول د خیر د بلني مسؤلین دي او که د خیر خبره واورو، عملي کول او نورو ته رسول یې زموږ ګډه وجیبه ده. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مبارک حدیث هم بیان کړ چي په کښې مؤمن د بل مؤمن لپاره هنداره ګڼل سوی او زیاته یې کړه چي مسلمانان یو د بل د اصلاح حق لري، څو د خیر او ښېګڼي لاره یو بل ته برابره کړي.

شیخ صاحب په خپلو خبرو کي وویل چي د پوهنتون د استادانو او تعلیمي مسؤلینو پر غاړه د محصل د شخصیت، اخلاقو، فکر، باور او عملي سیرت د جوړولو ستر امانت پروت دی. نوموړي ټینګار وکړ چي د محصل د روزني په هره مرحله کي صداقت، اخلاص، نرمي او د خیر بلنه باید د استاد د کار اصلي محور وي.

همدارنګه، هغه زیاته کړه چي د امربالمعروف او نهي عن المنکر د عملي کولو لپاره یوازي خبري بسنه نه کوي، بلکي په ادارو، ټولنو او کورنیو کي د سالم چاپیریال جوړول، د اصلاح غوښتني روحیه پیاوړې کول او د ستونزو د مخنیوي ګډ کار ته اړتیا ده. د هغه په وینا، هر فرد باید خپله دنده په اخلاص ادا کړي، ترڅو ټولنه په رښتیا د خیر، امن، سوکالۍ او دیني ارزښتونو په لور حرکت وکړي.

سمینار د دعا ئیې په ویلو سره  پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

Wed, May 03 2023 8:34 AM
Background image

په هلمند پوهنتون کي د زرګونو علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني ازموینه ترسره سوه!

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۱۰/۱۱
 هلمند پوهنتون  نن د علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني په پار زرګونو علماءو د ازمویني کوربه و، چي د یادي ازمویني په افتتاحیه مراسمو کي د لوړو زده کړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۳
Background image

اطلاعه تبدلیي محصلان از روزانه به شبانه

همانطوریکه در جریان هستید، بر اساس تصمیم شورای وزارت تحصیلات عالی، تبدیلدی محصلان از پوهنتون های روزانه به شبانه تا اطلاع ثانوی متوقف شده بود،
بر اساس دستور جدید وزارت محترم تحصیلات. . .
Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .

BACK TO NEWS