.د هلمند پوهنتون رئیس په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل
نن ورځ چهار شنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ /لحدیث و /لتفسیر مفت.ي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په خپل کاري دفتر کي د بُست خصوصي پوهنتون د رهبرۍ سره، پر یو لړ مهمو علمي موضوعاتو بحث وکړ.
دا ناسته د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، ګډ تفاهم او علمي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره سوه.
په دې کتنه کي پر مهمو علمي او اداري موضوعاتو هر اړخیزي خبري وسوې. دواړو لورو د لوړو زده کړو په برخه کي د همږغۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چي د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ همکاري کولای سي، څو د علمي معیارونو د لوړوالي سبب وګرځي.
همدارنګه د تدریسي بهیر د ښه والي، د درسي نصاب د اغېزمنتیا، د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو او د درسي چاپیریال د پیاوړتیا په اړه بحث وسو.
یاد مجلس کي د محصلانو اړوند مسایلو، لکه د هغوی علمي پرمختګ، نظم، انضباط او اسانتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وسوه.
په پای کي د تضمین کیفیت پر موضوع هم خبري وسوې او دواړو خواوو د علمي معیارونو د ساتني، د تدریس د ارزوني او د زده کړو د کیفیت د دوامداره څارني پر ارزښت ټینګار وکړ.
