.د هلمند پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځی د محصلینو او استازو سره وکتل

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۴:۳۱
کتنه

 

نن ورځ پنجشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، په خپل کاري دفتر کي د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی له یو شمېر محصلینو او د هغوی له منتخب استازو وکتل.

یاده غونډه د محصلینو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه جوړه سوې وه. په پیل کي محصلینو او نماینده ګانو د تدریسي بهیر، درسي اسانتیاوو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د پوهنتون رئیس صاحب، د محصلینو خبري په دقت واورېدې او د هغوی له مثبتو نظریاتو او احساس مسؤلیت څخه یې مننه وکړه.

نوموړي ټینګار وکړ، چي د پوهنتون اداره د محصلینو د مشروع غوښتنو اورېدو او حل ته ژمنه ده او هڅه به وکړي، څو د شته امکاناتو په چوکاټ کي یادي ستونزي هواري کړي.

ښاغلي رئیس صاحب زیاته کړه، چي د پوهنتون پرمختګ د استادانو، محصلینو او ادارې د ګډو هڅو او همکارۍ په مټ امکان لري، چي په وینا یې خوښ دی چي محصلین ورسره د پوهنتون د علمي ارتقاء له پاره مهمي مشورې او وړانديزونه شریکوي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS