.د استادانو له خوا په علمي ژورنالونو کي د نشر سوو مقالو د پایلو شریکولو درې ورځنی کنفرانس پیل سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۳۱
کنفرانس

نن ورځ دوشنبه، د هلمند پوهنتون علامه خطابي بستي "رحمه الله" د غونډو په تالار کي د هلمند پوهنتون د استادانو له خوا په علمي ژورنالونو کي د نشر سوو مقالو د پایلو شریکولو تر عنوان لاندي درې ورځنی کنفرانس پیل سو.

یاد کنفرانس د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا د پلان په اساس او د یاد پوهنتون د څېړنیز مرکز او علمي مجلې آمریت په همکارۍ دائر سوی وو، چي د پرانیستي پر مهال یې د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب، د پوهنتون استادانو او د بېلا بېلو ریاستونو استازو ګډون درلود.

کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سو.

وروسته د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب پرانیستونکې وینا واوروله. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته، د دغه علمي کنفرانس پر ارزښت او اړتیا رڼا واچوله.

هغه وویل چي نړۍ ورځ تر بلي د تخصصي علومو او ژورو څېړنو پر لور روانه ده او نور په عمومي معلوماتو بسنه نه کېږي. د هغه په وینا، موږ ته هم ښایي چي د خپل دین د ساتني او د هیواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره تخصصي زده کړو او علمي څېړنو ته جدي پاملرنه وکړو.

ښاغلي ابو احمد صاحب ټینګار وکړ چي علم باید یوازي په نظري چوکاټ کي محدود پاته نه سي، بلکي عملي ډګر ته راووزي او د ټولني د اړتیاوو ځواب ووايي. هغه علمي نهادونه د هیواد د ځان بسیایني اساسي مرکزونه وبلل او زیاته یې کړه چي د هلمند پوهنتون رهبري چمتو ده څو د ټولني سره د ورګډېدو اصل ته په پام، د خپلو استادانو او څېړونکو له علمي وړتیاوو او استعدادونو څخه په بېلابېلو برخو کي اغېزمنه استفاده وکړي.

د کنفرانس په بهیر کي د هلمند پوهنتون د استادانو له خوا ټاکل سوي موضوعات وړاندي سوه، چي په لومړۍ ورځ د پوهنمل محمد الله محمدي له خوا د ارګونو میکس، د پوهنیار نذیر احمد رښتیني له خوا په پښتو ادبیاتو کي د ساینسفیکشن تطبیقاتو ته کتنه، د پوهنیار محمد یعقوب سنګین له خوا د انسان سیروم البومین مالیکولي جوړښت او د هغه د فیزیولوژيکي فعالیتونو څېړنه او د پوهنمل حمید الله حمیدي له خوا د اشاروي ژبي بلاغي ارزښت ته کتني تر عنوان لاندي موضوعات وړاندي سوه.

د یادوني وړ ده چي دا کنفرانس به درې ورځي دوام وکړي او د ولایت مقام په ګډون اوولس سکتوري ادارې پکښې برخه لري.

 

 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS